چارواکي: د افغاني توکو په صادراتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی

چارواکي: د افغاني توکو په صادراتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی


  • 3 کاله دمخه (26/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1288

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د روان ميلادي کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د افغانستان په صادراتو کې ۱۵ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د یادې خونې د صادراتو د پراختيا رئیس مير زمان پوپل وایي، چې د هوايي دهلېزونو له لارې د افغاني توکو صادراتو کچه لوړه شوې ده. 

د‌ نوموړي په خبره، په تېرو پنځو مياشتو کې شااوخوا ۴ زره ټنه صادرات چې ارزښت يې ۶۸ ميلیونه ډالره کېږي له هېواده بهر هېوادونو ته صادر شوي دي.

د پوپل د معلوماتو له‌مخې، په صادر شویو توکو کې غالۍ، وچه مېوه او حيواني محصولات شامل دي چې لوېدیځو هېوادونو، دوبۍ چين او يو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د ویلو ده، چې بېلابېل افغاني توکي په کور دننه او نورو بهرنیو هېوادونو کې خورا شهرت او پېرېدونکي لري، چې ډېر کله یې د غوره کیفیت نوم هم ګټلی دی.