د ټیسټ کرکټ اتلوالیو کې چا زیاتې د غوره لوبغاړي جایزې اخیستي؟

د ټیسټ کرکټ اتلوالیو کې چا زیاتې د غوره لوبغاړي جایزې اخیستي؟


  • 3 کاله دمخه (26/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1045

کریک ټریکر ویبپاڼې د هغو لوبغاړو نوملړ خپور کړی، چې د ۲۰۱۹ کال نه تر ۲۰۲۱ کاله پورې ټیسټ کرکټ اتلوالۍ سیالۍ کې زیاتې د غوره لوبغاړي جایزې خپلې کړي دي.

په دغو لوبغاړو کې تر ټولو زیاتې جایزې د انګلستان لوبډلې لوبغاړي بین سټوکس اخیستي، سټوکس ۴ ځلې په دغو لوبو کې د غوره لوبغاړي جایزه اخیستې ده.

دوهم مقام د نیوزیلینډ لوبډلې لوبغاړي کیل جمېسن سره ده، جمېسن درې ځلي په دغو لوبو کې د غوره لوبغاړي جایزه اخیستې.

باید یاده شي، چې جمېسن د هند خلاف فاینل لوبه کې هم د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته.

دریم ځای کې انګلستانی جیو روټ دی، روټ هم درې ځلي په دغو لوبو کې د غوره لوبغاړي جایزه اخیستې ده.

او څلورم ځای کې اسټرالیاوي سټیف سمیت دی، سمیت هم درې ځلي په دغو لوبو کې غوره لوبغاړی پاتې شوی دی.