يو شی واضح شو چې په امريکا کې د افغانستان حمايه دوام لري، له ولسمشر (جوبايډن) سره جلسه ډېره مثبته وه، دوی بيا هم خپله ژمنه تازه او تمديد کړه چې ملاتړ به يې په نظامي او ملکي برخو کې دواړو کې دوامداره وي.
د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو لپاره ۳.۳ ميليارډه ډالره مرسته ده چې په دې سره موږ کولای شو د دوی د پياوړتيا لپاره استفاده ترې وکړو. کومو طيارو ته چې اړتيا ده، هغه به هم پوره شي.
په افغانستان کې هم د سرتېريو روزنه کېږي، د مختلفو مرحلو لپاره يې بيا نورو هېوادونو ته هم لېږو. د روزنو ډولونه بېلابېل دي، مخکې هم يو شمېر هېوادونو د دې روزنې په باره کې وړانديزونه کړي وو. مثلاً موږ په ترکيه کې هم سرتېري روزنې ته استولي وو.
افغانستان خپله يو پياوړی ځواک لري او د تروريزم پر ضد مبارزه پخپله افغان امنيتي او دفاعي سرتېري کولای شي. د دې اړتيا نه شته چې له افغانستانه دباندې اډې جوړې شي. افغان ځواکونه چې پياوړي وي دا کار موږ پخپله کولای شو.
اوازې ډېرې زياتې وې، خو وضعيت هغه رقم نه و چې څه رقم د خلکو ورته تشويش و. اطمينان نور څه ډول وي؟ زموږ تر ټولو لوی متحد امريکا په ډېر يو غټ مقدار حمايه درسره اعلانوي، تجهيزات درکوي، په ډيپلوماټيکه فضا کې درسره ولاړ دی. نور څه تضمين ته ضرورت دی؟
د سټراټېژيک تړون معنا دا ده چې امريکا له افغانستان سره کومک وکړي او کوي يې. له اوله پلان دا و چې د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه دومره پياوړي شي چې پخپله خپل امنيت ونيسي او نورو ته ضرورت و نه لري. اوس هم هماغه کومک له افغانانو سره روان دی، يوازې وخت يې را مخکې شو.
د افغانستان وضعيت ټولې دنيا ته مهم دی. طالبانو ته يې بيا بيا پيغامونه ورکړي چې موږ په افغانستان کې د دوی سيسټم او امارت نه منو. د طالبانو دا اول ځل نه دی چې داسې اشتباه کوي. دوی چې له امريکا سره کوم تړون امضا کړ، دوی بايد اتومات اوربند کړی وای. که دوی دا کار کړی وای د ډېرو زړونه به يې ګټلي وو.
طالبانو نړۍ ته و نه ښوولای شوای چې يو اصلاح شوی او پوه شوی ګروپ دی. دوی نړۍ ته وښووه چې قدرت په زور غواړي. دوی داسې قدرت غواړي چې د افغانستان شتمني هيڅ پاتې نه شي. دوی په دې کې د افغانستان تر څنګ ډېر ضرر ځان ته هم ورساوه.
اراضي په جنګ کې يو او بل لاس ته غورځي، طالبانو له هغې خلا استفاده وکړه چې منځ ته راغلې وه، مګر دا خلا همېشنۍ نه ده. طالبانو د نورو محاسبو تر څنګ د ولسواليو د نيولو محاسبه هم غلطه کړې. ته چې ولسوالي نيسې، يوازې چور خو نه دی. هلته خلک حکومتولي او خدمات غواړي.
طالبان پر خلکو ځان تحميلوي، چېرته چې لاړ شي خپله ډوډۍ هم په خلکو تاوانوي. د افغانستان خلک غريب دي، دی ته يې وس نه رسېږي. دويم خلک تر وحشت او دهشت لاندې ژوند نه کوي، هماغه ولسوالۍ پسې را پورته کېږي.
يو وخت دلته امريکا له خپلو متحدانو سره ۱۵۰ زره سرتېري درلودل. کله چې ضرورت را کمېږي، دوی وځي. نن هم د کابل د ميدان هوايي امنيت موضوع د امنيت دومره نه ده، څومره چې تخنيکي کومک دی. دا کار دوی ډېر وخت کړی و، تر اوسه هغه تخينيکي ظرفيت دومره نه دی چې موږ يې ټول مسووليت فعلا واخلو.
د ميدان هوايي امنيت دننه نه نيول کېږي، دباندې نيول کېږي. دلته مصوونيت د تخنيکي وسایطو مصوونيت دی. تر اوسه ناټو تامين کړی و، ورو ورو به افغانانو ته وسپارل شي. ترکيه د ناټو په نماينده ګي دا کار مخ ته بيايي او امنيت يې د کابل په امنيت کې افغانانو خوندي کړی.
موږ دې ته هيله من يو چې د طالبانو عقل سر ته راشي او وژل پرېږدي. ټولو افغانانو ورته سر سرتور کړی چې سوله وکړئ. که دوی خپلواک وي او تصميم يې خپلوي؛ نو جنګ ولې؟ ټوله نړۍ ورته وايي چې جنګ دې مشروعيت نه لري. يو دوی په دې پسې دي چې په زور قدرت واخلي.
طالب که سولې ته اراده لرلای، خو هلته يې مذاکراتي ټيم ناست دی، ولې سوله نه کوي؟ ولې جنګ کوي؟ دا هره ورځ چې د افغانانو بچيان شهيدانېږي، دا مسووليت د چا دی؟ دا خلک چې دوی وژني دا خو د دې مملکت دي او مات لاس غاړې ته لوېږي. که طالب لاسپوڅی نه وای دا جنګ يې نه کاوه.
له طالبه موږ د سولې هيڅ څرک نه وينو. موږ خپل مذاکراتي پلاوی په قطر کې د يوې هيلهمندي له مخې منتظر کړی، افغانان سوله غواړي او موږ پلاوی د دې لپاره هلته کېنولی چې که د طالبانو اعصاب کار پيل کړي. دوی له قاچاقبرانو پرته چې هر څوک وظيفه لري، دوی مشکل ورسره لري.
اول انتخاب مو سوله ده. که سوله نه راځي او طالبان جنګ ته دوام ورکوي، دفاع د خلکو مسلم حق دی. خپل امنيتي او دفاعي ځواکونه به تر دې هم پياوړي کوو چې دوی نور د داسې کارونو مخه و نه مومي. زموږ د سفر دا ډېره مهمه برخه وه.
هر چا چې د نظام په چوکاټ کې د طالب خلاف وسله اخيستې، تر اوسه په کنټرول کې دي. دا اخطار ما طالبانو ته يو نيم کال مخکې هم ورکړی و چې که په زور حکومت کوئ، دلته جامعه مخالفت درسره کوي. دا جامعه تر تاسې لويه ده او تاسې يوه ډېره وړه برخه ياست. څوک مو په زور نه مني.
له پاکستان سره زموږ په تعامل کې هيڅ مشکل نه شته، زموږ هدف دا دی چې په افغانستان کې د دوی لاس وهنه بنده شي. پاکستان د دې وعده کړې وه چې طالبان سولې ته هڅوي، خو موږ وينو چې وضعيت برعکس روان دی.
پاکستاني هئیت دوحې ته ځي، وايي له طالبانو سره خبرې کوو. طالبان چې بيا له خپلو مشرانو سره خبرې غواړي، راځي پاکستان ته. يعنې په دوحه کې ناست کسان تصميم ګيري نه شي کولای؟ دا يو ډېره د پوښتنې وړ موضوع ده.
زموږ خبره همېشه همدا وه چې پاکستان دې له افغانستان سره د يوه ښه ګاونډي په توګه د سولې په راوستلو کې مرسته وکړي. که موږ د يوه هېواد پر ضد خلک راوستل او تجهيز مو کړل، بيا مو جنګ ته ور واستول، هغه هېواد به له موږ سره څنګه تعامل کوي؟ پاکستان د بين المللي چوکاټ له مخې حق نه لري چې زما وګړی زما پر ضد استعمال کړي.
په افغانستان کې د سولې راتګ حتمي دی. دا چې سوله د جنګ له لارې راځي که د مذاکرې، دا انتخاب دی. موږ فکر کوو چې د مذاکرې له لارې سولې ته ژر رسېدای شو، خو پر دې مطمين نه يم چې طالب هم داسې فکر لري. دوی فکر کوي چې د جنګ له لارې بريالي کېدای شي.
افغانان طالبان نه مني. په افغانستان کې طالب ضد عناصر ډېر زيات دي. خلک د دوی له فکر سره مخالف دي، د حکومتداري په اړه يې له ليدلوري سره مخالف دي. هيڅوک نه غواړي چې په خپل هېواد کې بندي واوسېږي. طالب غواړي ټول افغانان بندي و اوسي.
طالب انسانانو ته ارزښت نه ورکوي. د طالب لپاره انسان هيڅ شی هم نه دی. له خپل ځانه پرته نور انسانان ورته انسانان نه ښکارېږي. افغانان د دې حق لري چې په خپل هېواد کې په عزت، افتخار او ارام ژوند وکړي. مهاجر د دې په قيمت ښه پوهېږي چې وطن څه شي ته وايي.
طالب غواړي له افغانانو د مالکيت احساس واخلي. طالب دغه ازادي سلبول غواړي چې افغان دې فکر وکړای شي، چې افغان دې د خپل مالکيت احساس په خپل مملکت کې وويلای شي. دی وايي چې زه څه وايم هغه به منې او دا سوله نه ده، دا زندان دی. سوله استقلاليت لري، د مالکيت احساس او د امن فضا لري.