بسم الله محمدي: له ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړئ

بسم الله محمدي: له ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړئ


  • 3 کاله دمخه (27/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1126

 د ملي دفاع سرپرست وزیر بسم الله محمدي تازه ویلي، چې پوځ مو شتمني ده باید ملاتړ ترې وشي.

محمدي خلک هڅولي، چې په بیلا بیلو برخو کې د امنیتي ځواکونو سره اوږه ورکړئ او تر څنګ یې ودریږئ.

نوموړي له دې وړاندې هم ویلي ول، هر هغه څوک چې له امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي او تر څنګ یې دریږي نو وسله به ورکول کېږي؛ خو له ملېشه جوړونې به ډډه کېږي.

خو عام باور دادی که چېرته له امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وشي؛ نو وسلوال مخالفین به وځپل شي.