د ولسمشر لومړی مرستیال: امریکا ته په سفر کې خپلو موخو کې بریالي وو

د ولسمشر لومړی مرستیال: امریکا ته په سفر کې خپلو موخو کې بریالي وو


  • 3 کاله دمخه (27/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1126

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې امریکا ته مو سفر بریالی وه او خپلې موخې مو ترلاسه کړې.

صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي امریکا په خپلو ژمنو ولاړه ده او بایډن ورسره خبرو کې ویلي، د افغانانو ملګری سپینه ماڼې کې شته.

صالح وايي، چې امریکا ورسره په بیلا بیلو برخو کې د مرستو ژمنه وکړه او د لا ډېرو مرستو د جذب په برخه  کې کار کوي.

تر دې وړاندې ولسمشر غني هم ویلي ول، چې امریکا ته یې سفر بریالی وه او خپلو موخو ته ورسید.