هلمند کې به له انګورو سږ کال ۹۵ زره ټنه حاصلات ترلاسه شي

هلمند کې به له انګورو سږ کال ۹۵ زره ټنه حاصلات ترلاسه شي


  • 3 کاله دمخه (27/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 968

د هلمند ولایت د کرنې ریاست مسوولین وايي، چې سږ کال د هلمند د انګورو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

د یاد ریاست مسوولین وايي، چې اوس مهال ددغه ولایت انګور بازار ته وړاندې شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې سږ کال ښايي د هلمند له باغونو ۹۵ زره ټنه حاصلات ترلاسه شي، چې د تېر کال په پرتله زیاتوالۍ ښايي.

ددغه ولایت په ۶۹۳۵ هکټاره ځمکه د انګورو باغونه جوړ شوي او ورځ تر بلې  دغه شمېره لوړیږي.