ضد


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ارش ننګيال
  • 1151

 له برېك سره مې سر ان د موټروان پر څوكۍ ولګېده، له خوبه وم، ځكه خو ډېر سخت ووېريدم، له دې سره د ملګرو د خندا غږونه پورته شول. د ګوتوپه څوكو مې اجمل چې موټر ته ناست و، په څټ وواهه. پرته له دې چې ما ته وګوري له ښيښېي يې سره ووېست او د (ټرېلي) موټروان ته يي په يوڅو خبرې، ور خوشي كړي،. چې ولي يېي ناڅاپه دسړك په منځ  كې راتاو شو. دې وخت كې ټرېلرى لكه مار په سړك په لنډو ودريده. چې سړك په ټپه بندشو. له دې كار سره موږ له موټره رانه ښكته شولو.
 په لږه شېبه كې  د پېښور او پنجاب رينګ روډ د اټك په سيمه كې بنده شوه اوموټرې كتارودرېدېل. چې ناڅاپه مو په ترافيك سترګې ولګېدې. پوى شولوچې د ترافيك اكا جيب تش شوى دى او له موټروان سره يې خامخا لانجه كړې ده. خوپه دې نه و خبرچې د ټرېلي موټروان ولې لاره بنده كړه. دې وخت كې ګورو چې د ټرېلي موټروان د خپل موټر بام ته وخوت  او كلينر يې  دننه موټر كې په ځان پسې ور بند كړ.موټروان چې د موټر په بام ولاړ و، په لوړ غږ يې په اردو ژبه وويل:
_ اى خلكو دا ترافيك له ما نه رشوت اخلي، له پينډۍ نه تر دې ځايه يې جيبونه راته تش كړل او ښه پوره اسنادونه هم لرم. ولاكه رانه يوه روپۍ هم واخلې. ما لار بنده كړه اوس دې راباندې خلاصه كړي.
   حيران په دې شوم چې په پښتو يې كلينر سره خبرې شروع كړې، ويل يې چې ور چاته خلاص نه كړې. موټروان لوړ، جگ زلمى و چې تورې جامې پكې ډېرې ښايسته ښكارېدې. په لاس كې يې يوه اوږده اوسپنه هم نيولې وه. د موټروان له دا  ډول خبرو سره ترافيك سخت وارخطا شو. له ټرېلي نه ګرد تاوېده. څوځله يې كوښښ وكړ چې ټرېلي ته ور پورته شي، خو موټران ورته ګواښونه كول، چې كه موټر ته را پورته شي وبه يې وهي.
لويه لار سمه بنده شوه. ټول خلك له خپلو موټرونه راښكته شول او د ټريلي شاوخوا ودرېدل او د پښتو فلمونوهيروګانو ته ورته ددغه موټران ننداره يې كوله.
ترافيك به ښكته پورته منډې رامنډې وهلې، چې كوم سپين ږيرى به يې وليده نوعذربه يې ورته كاو، چې د ټريلي موټروان ته ووايي چې له خپل ضد نه لاس واخلي. د ترافيك له خبرو سره يو سپين ږيرى د ټريلي خواته لاړ او موټروان ته يې وويل چې ته څه غواړې؟ موټروان په لوړ غږ وويل چې:
_ هغه ترافيك چې ما نه يې رشوت غوښته بايد ما نه بښنه وغواړي كه نه ......ځكه چې له ما يې رشوت غوښته.
د موټروان له خبرو ورورسته څو تنو شوخو ځوانانوغږ كړ، چې ترافيك راپيدا كړئٍ، ترافيك.
ځمكه وچاوديده او تراففيك وركې ننوت. خلك په ترافيك پسې ښكته پورته ګرځېدل، خو پيدا يې نه كړ. شاوخوا شل دقيقې ورورسته درې موټره پوليسان راورسيدل.
 پوليسانو د ټريلي له موټروان سره خبرې پيل كړې، موټروان ورته وويل ښه پوره او رك روغ اسنادونه لرم ، خو تر دې ځايه مې ترافيكانو جيبونه تش كړل، دا ولې! دليل يې څه دى چې ما نه رشوت اخلي؟
 بيا يې په ډير قهر او غوسې خپل ټول اسناد پوليسانو ته د دموټر له سره دترافيكوپه مخ كې ته ور ګوزار كړل . پوليسانود موټروان اسنادونه ښه په غور وكتل. چې څه يې پكې پيدا نه كړل نو موټروان ته يې وويل چې پيسې درنه، نه غواړې موټر له سړك نه لرې كړه او په خپله مخه ځه.
موټروان مسك شو او وې ويل:
؟_ داسې په اسانۍ نه ځم.
_ نو څۀ غواړې.
موټروان په قهر جنه انداز وويل.
ترافيك بايد له ما نه بښنه وغوړاړي او زنه مې ونيسي.
له دې خبرې سره ټولو ولاړو كسانو چغې او نارې پيل كړې. خنداګانې شوې. ځكه دا سې ورځ موږ په خپل ټول ژوند كې نه وه ليدلې. دا ډېر عجيبه ورځ وه، ټولو نه خپل كارونه پاتې شول او د سيل لپاره ولاړ ول.
پوليسانو چې څومره عذزر او زارۍ وكړې،خوموټروان نه منله. پوليسانو غوښتل چې موټروان په زورراښكته كړي، خو موټروان ورته وويل را پورته كيږئ مه! چې ټوك، ټوك مې هم  كړئ موټر راباندې نه شئ چا لانولى . څو چې ترافيك رانه بښنڼه ونه غواړي همداسې به ولاړپاتي يم.
پوليسانو  يو بل ته وويل چې پټان ضد كړى دى او خپل ضد پوره كوي.  دې وخت كې يو پوليس خپل موټر خواته لاړه كتل مو چې ترفيك ترې مړه غوږونه راښكته شو. د ترافيك په ليدو خلكو چغې او شپلاقونه شروع ګړل.  موټروان د موټر له چت نه راښكته شو ترافيك ورنه بښنه وغوښته خو زنه يې ورته ونه نيوه. موټروان ورته وويل چې زما يوه خبره ده، زنه مې هم ونيسه! بيا سړك خلاصوم. د دوهم ځل لپاره بيا پرې بښنه وغوښته او زنه يې ورته ونيوله.  له دې سره موټروان خپل موټر ته كېناست اودخلكو د لاسو نو په پړقا يې حركت وكړ خو د تګ په وخت كې يې له كړكۍ نه ورورسته وكتل او په خندا شو.