امرالله صالح: ولسمشر غني بایډن ته د سولې پیچلتیاوې تشریح کړې

امرالله صالح: ولسمشر غني بایډن ته د سولې پیچلتیاوې تشریح کړې


  • 3 کاله دمخه (27/06/2021)
  • کامران احمدزي
  • 1354

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې امریکا ته د ولسمشر غني د سفر یوه موخه دا وه، چې بایډن ته د افغان سولې پروسې پېچلیتاوې تشریح کړي.

نوموړي لیکلي، چې یاد سفر له لاسته راوړنو ډک و او بایډن ژمنه وکړه، چې د یو ښه دوست په صفت به د افغانستان له حکومت سره خپله همکاري جاري وساتي.

د صالح په خبره ولسمشر په یاد سفر کې د افغانستان د اوسني وضیعت او د سولې په اړه له بایډن سره تفصیلي خبرې وکړې او دواړو لوریو ژمنه وکړه، چې د افغانستان د اوسنیو حالاتو پر وړاندې به جدي اقدامات وکړي.

تردې وړاندې بیا ولسمشر غني هم یاد سفر بریالی بللی و او زیاته کړې وه، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو نوی باب خورا په زړه پورې دی، چې امریکا به یې په نظامي برخه کې دخیله نه وي.