کندهار کې د لوړې ارغستان د اوبو او برېښنا بند د سروې چارې عملاً پیل شوې.

کندهار کې د لوړې ارغستان د اوبو او برېښنا بند د سروې چارې عملاً پیل شوې.


  • 3 کاله دمخه (27/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1083

په کندهار ولایت کې د لوړې ارغستان د اوبو او برښنا بند د سروې چارې عملاً پيل شوي دي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي، چې دغه بند د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو مدیریت، د برېښنا تولید، د موسمي سیلابونو کنټرول، د ځمکو خړوبولو، د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پياوړتیا او خلکو ته د کار پيدا کولو په موخه جوړېږي.

یادې ادارې په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه بند جوړولو سره به په ارغستان ولسوالۍ کې زرګونه هکټاره ځمکه خړوبه شي؛ زرګونه کورنۍ به روښانه، ګڼ شمېر هېوادوالو ته به د کار زمینه مساعده شي او په دغه سیمه کې به د ځمکې لاندې اوبو سرچینې پياوړې شي.