افغان حکومت: امریکا ډاډ ورکړی چې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي

افغان حکومت: امریکا ډاډ ورکړی چې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي


  • 3 کاله دمخه (27/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1079

افغان حکومت وایي، امریکا د ځواکونو تر وتلو وروسته هم له افغانستان سره خپلو پوځي، اقتصادي، پراختیایي او ټولنیزو مرستو ته دوام ورکوي.

د حکومت د رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه پال له امریکا څخه کابل ته د ولسمشر غني تر دوه ورځني سفر وروسته یوې خبري ناستې ته ویلي، چې امریکا ته د ولسمشر غني سفر له لاسته راوړنو ډک و.

مینه پال زیاتوی، چې امریکا له افغانستان سره د ۳.۳ میلیارده ډالرو مرستې تر څنګ افغان ځواکونو ته E-29 ډوله جیټ الوتکې ژمنه هم کړې ده او ډېر ژر به یې افغان حکومت ته وسپاري. 

هغه همداراز ویلي، چې ولسمشر جوبایډن ترهګري ګډ دښمن بللی او له یادې پدیدې سره یې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.

د معلوماتو پر اساس، بایډن له ولسمشر غني سره لیدنه کې ټینګار کړی، چې د افغانستان یو ملګری په سپینه ماڼۍ کې دی، هغه به افغانستان یوازې نه پرېږدي او له دغه هېواد سره به په مختلفو برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.