رسنۍ او ټولنه څرنګه یو پر بل اغېزه کوي؟

رسنۍ او ټولنه څرنګه یو پر بل اغېزه کوي؟


  • 3 کاله دمخه (27/06/2021)
  • احسان الله فاروقي
  • 1914

رسنۍ په خپل ذات کې بده وسیله نه ده، دا چې بده کارول کیږي خبره یې په کارکوونکو پورې اړه لري.رسنۍ خپل الهام ډېر وخت له خلکو څخه اخلي او بیرته یې خلکو ته وړاندې کوي. معنا دا چې رسنۍ له خپرونو څخه

مخکې هڅه کوي دخلکو افکار،غوښتنې او عقاید مطالعه کړي او له هغه وروسته په خپرونو لاس پورې کړي .

درسنیو اساسي موخه دمخاطبانو په افکارو اغېز کول دي او هغوي ته دپیښو پر وړاندې انګېزه ورکوي. 

نو ویلﺉ شو چې رسنۍ او ټولنه په دوه اړخیزه توګه یو پر بل اغیزه کوي همدارنګه ویلی شو چې، درسنیو اغیز دسیاستوالو

دتبلیغاتو څخه هم ډېر دﺉ ،ځکه رسنیو کې نظریات تر ډیر بحث او شننې وروسته په یوه ټولمنلي قالب کې خلکو ته وړاندې

کیږي نن ورځ سیاستوال څومره اغېز چې دمخامخ تبلیغ په برخه کې تجربه کړی تر هغې ډېر په رسنیو کې شته ،همدا لامل

دﺉ چې ډېر وخت هغه سیاستوال چې پانګه لري، دخپلو اهدافو لپاره درسنۍ په جوړولو لاس پورې کوي. که چیري رسنۍ 

په خپله ټولنه کې دخلکو له غوښتنو سره مناسبې خپرونې وکړﺉ او دټولنې شته ناخوالې دټولنې له خولې راواخلي او په

مناسب ډول یې ټولنې ته وړاندې کړي نو دا به په ټولنه ډېر ښه اغېز وکړي او ټولنه به ښې لورې ته سوق شي. 

د سوکاله، پرمختللي او لوی افغانستان په هیله.