په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر وايي، چې طالبان پر سوله باوري نه دي او د لا ډېرو سیمو نیولو ته لېواله دي.
کراکر وايي که په سوله تمرکز ونه شي؛ نو په افغانستان کې یو ځل بیا د کورنیو جګړو د پیل احتمال شته.
نوموړي د سیمې په هېوادونو غږ کړی، چې په افغان سوله کې همکاري وکړي کنه دوی به هم زیانمن شي.
راین کراکر یادې څرګندونې په داسې مهال کوي، چې افغانستان کې طالبانو جګړې تر بل هر وخت جګړې تېزې کړي، چې له امله یې ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.