افغان سوله؛ ایران افغان لوري ته د درې اړخېزې غونډې طرحه سپارلې ده

افغان سوله؛ ایران افغان لوري ته د درې اړخېزې غونډې طرحه سپارلې ده


  • 3 کاله دمخه (28/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1439

د هېواد بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان سره کتلي دي. 

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې طاهریان پاکستان ته د خپل وروستي سفر په اړه اتمر ته معلومات ورکړي او ټینګار یې کړی چې د درېواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې باید لا ډېرې قوي شي.

د معلوماتو له‌مخې، طاهریان په دې لیدنه کې د ایران، افغانستان او پاکستان د درې اړخیز کنفرانس په اړه خپله طرحه هم بهرنیو چارو وزارت ته سپارلې ده او د افغان جګړې د پای لپاره یې د سیمې د هېوادونو رول مهم بللی دی.

د سرچینې په حواله، ورته مهال ښاغلي حنیف اتمر هم وویل، چې افغانستان له ټولو اړخونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او تمه لري چې له ټولو هېوادونو سره یې اړیکې لا ټنګښت ومومي. 

د هېواد بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان سره داسې مهال ګوري، چې تر دې دمخه هم ایران او پاکستان د افغان سولې په کشاله کې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی، خو د سیاسیونو او فعالانو په وینا چې دوی یوازې هیله څرکندوي، نه عمل.