د جمعیت اسلامي ګوند د جلا شوې ډلې مشر عطامحمد نور وايي، چې اختلافات پریږدې، د طالبانو پر وړاندې سره متحد شئ او پر وړاندې یې وجنګېږئ.
نور په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د طالبانو پر وړاندې دې د جمعیت ګوند سره یو موټی شي تر څو د طالبانو د فکر پر وړاندې ښه مبارزه وشي او د جهاد او مقاومت وختونه بیا راتازه شي.
عطامحمد نور دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د جمعیت ګوند په رهبرۍ له صلاح الدین رباني سره ژور اختلافات لري؛ خو اوس د جمعیت په ټولو غړو غږ کوي چې د طالبانو پر وړاندې سره یو موټی شي.