روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۶۴ کسان وژل شوي او یو زر او ۴۰۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
د یادو پېښو په ثبتېدو سره په ټول هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر یو لک ۱۷ زره او ۱۵۸ ته ورسېد.
د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه د کرونا له امله څلور زره او ۵۱۴ کسان مړه شوي دي.
روغتیا وزارت یو ځل بیا په ټولو هېوادوالو غږ کوي، چې روغتیايي سپارښتنې عملي کړي تر څو له دې وژونکې وبا څخه وژغورل شي.