جاپان: په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک حضور جاري ساتو

جاپان: په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک حضور جاري ساتو


  • 3 کاله دمخه (28/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1253

د ملي امنيت سلاکار، ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د جاپان له مېشت سفير تاکاشي اوکادا سره کتلي او د افغان سولې پروسې په ګډو هڅو او یو شمېر نورو مهمو مسائلو په اړه یې ورسره خبرې اترې کړې دي. 

د ملي امنیت شورا له مطبوعاتي دفتره په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې په دغه کتنه کې دواړو لوريو د افغان سولې پروسې په برخه کې د ګډو هڅو او امنيتي وضعيت په هکله خبرې اترې کړې دي. 

سرچینه کې همداراز راغلي، چې د جاپان سفير په افغانستان کې د  خپل ډيپلوماټيک حضور جاري ساتلو ډاډ څرګند کړی او ټینکار یې کړی، چې د جنيوا په کنفرانس کې به پر کړو ژمنو عمل وکړي.