حمدالله محب: پاکستان خپل تور مخ نشي پټوی؛ قریشي: زمونږ څېره اوس خلکو ته مالومه شوه

حمدالله محب: پاکستان خپل تور مخ نشي پټوی؛ قریشي: زمونږ څېره اوس خلکو ته مالومه شوه


  • 3 کاله دمخه (29/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1412

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي ویلي، د افغانستان لپاره د پاکستان پالیسي او تګلاره واضح ده. 

هغه ویلي، موږ په افغانستان کې سوله، ثبات او سوکالي غواړو. 

نوموړي دغه راز ویلي، هېواد یې غواړي افغانستان سره د سوداګري برخه کې دوه برابره زیاتوالی راولي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دا څرګندونې وروسته له هغه دي، چې وړمه ورځ د دې هېواد کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد له یوې ټلویزوني شبکې سره مرکه کې ویلي، چې د افغان طالبانو کورنۍ په پلازمینې پاکستان او شاوخوا سیمو کې میشتې دي او د دغې ډلې د غړو درملنه په ځايي روغتونونو کې ترسره کېږي.

نوموړي بیا تر دې هم وړاندې ویلي، چې د پاکستاني طالبانو په ګډون افغان طالبان باید پرې نه‌ږدي، چې نورې ډلې له افغانستانه پاکستان وګواښي او په وینا یې اجازه ورنه کړي، څو یې نظام وننګوي.

د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، ډاکټر حمدالله محب د شیخ رشید وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې په خپله ټوېټر پاڼه له شیخ رشید مننه کړې او په خبره یې، چې د پاکستان اصلیت یې ښکاره کړ. 

ښاغلي محب همداراز لیکلي، «زه د پاکستان کورنیو چارو وزیر شېخ رشید هغه څرګندونې ستایم، چې له طالبانو څخه یې د پاکستان ملاتړ افشا کړی دی.»

محب دغه‌راز زیاته کړې، موږ لا نورو زړورو پاکستانیو ته اړتیا لرو، څو په افغانستان کې جګړې ضد خبرې وکړي. 

دا لومړی ځل دی، چې یو پاکستانی چارواکی په دغه هېواد کې د طالبانو د شتون خبره کوي، هغه چې تل د پاکستان دولت یې ردوي او په دې اړه له بحث کولو څخه هم ډډه کوي.

افغان دولت بیا په کرتو ویلي، چې پاکستان د طلبانو په ګډون د ترهګرو ډلو ملاتړی دی، او وایي، چې دوی ورته هر ډول امکانات چمتو کړي دي.