په ټیسټ، یو ورځینیو او شل اوریزو لوبو کې مخکښ ټولچاري څوک دي؟

په ټیسټ، یو ورځینیو او شل اوریزو لوبو کې مخکښ ټولچاري څوک دي؟


  • 3 کاله دمخه (29/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1520

ای سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا د درې فارمټونو مخکښ الرونډران په نښه کړي دي.

په ټیسټ کرکټ کې د نړی لومړی لمبر ټولچاری (الرونډر) د هندوستان لوبډلې لوبغاړی رویندرا جدیجا دی.

جدیجا په ۵۲ ټیسټ لوبو کې تر اوسه ۱۹۸۵ منډې جوړې کړي یوه یې سلیزه وهلي او ۱۵ یې پنځوسیزې وهلې دي.

په توپ اچونه کې یې بیا په ۵۲ لوبو کې ۲۲۱ ویکټې اخیستي، غوره توپ اچونه یې په یوه لوه کې د ۷ لوبغاړو سوځول او ۴۸ منډې ورکول دي.

په یو ورځینیو لوبو کې د نړۍ لومړی لمبر ټولچاری شکېب الحسن دی.

شکېب ۲۱۲ یو ورځینیو لوبو کې ۶۴۵۵ منډې جوړې کړي، ۹ یې سلیزې وهلي او ۴۸ یې پنځوسیزې وهلي دي.

په توپ اچونه کې بیا په ۲۱۲ لوبو کې ۲۶۹ ویکټې اخیستي. غوره توپ اچونه یې په یوه لوبه کې د ۲۹ منډو ورکول او د پنځه لوبغاړو سوځول دي.

په شل اوریزو لوبو کې د نړی لومړی لمبر الرونډر افغان لوبغاړی محمد نبي عیسي خیل دی.

نبي په ۸۰ شل اوریزو لوبو کې ۱۳۶۶ منډې جوړې کړې، سلیزه یې نه ده وهلي او ۴ پنځوسیزې یې وهلي دي.

په توپ اچونه کې بیا په ۸۰ لوبو کې ۷۲ ویکټې اخیستي دي. غوره توپ اچونه یې په یوه لوبه کې د لسو منډو ورکول او د ۴ لوبغاړو سوځول دي.