په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې اعلامیه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمدامین بســمل
  • 1162

۰۵ـ۰۷ـ۲۰۰۹ په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې اعلامیه
زموږ دکولتوري ټولنې غړو د جون په ۲۱ مه نېټه دجرمني په مونشن ښارکې خپله نوبتي غونډه چې اجنډایې په کابل کې د ســولې دملي جرګې د پرېکړه لیک په شاوخوا اوملاتړ راڅرخېده ځکه نیمګړې پرېښوده چې له کابل څخه عاجل خبر راورسېد چې د مزار شریف په ښـار کې خپل سري، بدماش او یاغي والي عطا په رڼاورځ دکرزي تصویرونه راوغورځول او له عبدالله څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ البته دغزني والي په ورته وخت ددې پېښې پرخلاف بیا خپل دولتي امکانات  دکرزي په ګټه وکارول چې دادواړه پېښې داندېښنې وړ اوددې سبب شوې چې موږ یوه اونۍ نورهم د پېښو د لا پراختیا انتظار وکړو .
زموږ وړاندوینه اوانګېرنه په ځای وخته، دجمعې په ورځ چې دجون ۲۶ تمه نېټه وه دکابل په غازي لوبغالي کې دوو نورو جنګي جنایتکارانو د افغان ولس په وړاندې په وینوککړې او کرغېړنې داړې یوځل بیاښکاره کړې .
ددې دووجګړه مارواوبدماشانوله جملې څخه یوچپاولګرفهیم دی چې کرزي خپل لمړی مرستیال نومولی او بل یې شعیه یاغي سید منصور نادري دی چې تل یې دجګـړو اودسیسو په مرسته خپل ناوړه عمر اوږد کړی دی .
د رارسېدلي خبر له مخې وېل کیږي چې دجمعې په مباره کې ورځ د فهیم او نادري غلو ملېشو خپلې کرغېړنې بره ګې جامې ویېستې بیا په ملکي جاموکې له یوشمېرنورویاغیانوسره یو ځای کوم چې په اصطلاح په ملکي امنیتي کمپنیو کې غړیتوب لري په غازي لوبغالي ورننوتل .
دا پېښه که ظاهرأ دکرزي په ملاتړ ښکارېده خو په حقیقت کې یوه پوځي پوروا یا تمرین و.
په لوبغالي کې دننه افغان ولس ته محکوم فهیم دبدماشي مانورونه وروښودل چې ځانونه تیار او په ټولټاکنو کې دماتې په صورت کې له داسې زورڅخه کارواخلي لکه په کوم یې چې په ۱۳۷۱کال کې د ملګرو ملتونو دسـولې پروسه سبوتاژو او دننني ناورین سبب وګرزېد، لرې نه ده چې کرزی اوجنایتکاره ډله به یې په همدې ډول په راروانوغولوونکو ټولټاکنوکې دخپلې ماتې په صورت کې شهیدکـابل دخپلو ناولو ارمانونو لپاره یو ځل بیا په وینو رنګ کړي .
د فهیم او نادري سرزوري موږ ته بیا اندېښنه پیدا کړه او بیا مو هم خپله غونډه چې باید د جون په ۲۸ تمه نېټه شوې وای یوه اونۍ نوره هم وځنډوله ترڅو د حالاتو د لا پراختیا سره برابر غبرګون وښیو دا دی نن دجولای په ۵ پینځمه نېټه زموږ غونډه په داسې حال کې ترسره شــوه چې هم دهېواد په دننه کې ۴۱ تو په ځان مینو چوکۍ خوښوونکو خپلې ټاکنېزې منډې ترړې ګرمې کړې دي او هم یې په وړاندې کلک ولسي غبرګون شـوي دی چې دبېلګې په ډول به دلویې پکـتیاپه مرکز کردېز ښار کې دکرزي په ملاتړدغونډه ګډوډېدل تاسوته وښیو له بلې خواجنایتکار عبدالله اوعطا دخپل سر پاچاهي ته په مزار کې په داسې حال کې سرونه ټمبه کړي چې په چوکۍ مین اوبېواکه کرزي دهرناروا عمل انجام ته لاس غځولی دی چې یوه بېلګه یې مقام ته د رسولو په خاطر وړمه ورځ د هغو پینځو تنو قاچاقبرانو خوشي کېدل دي له بند څخه کوم چې د یو سل او شلو کیلوګرامو هېروینو په لېږدولو نیول شوي او د ۱۶ او ۱۸ کلونو په موده په بند محکوم شوي هم وو.
له بلې خوا په ناکرار هلمند کې دتپلې جګړې ماهرینو هم په مظلومو هلمندوالو دخنجر په نوم عملیات پیل کړل چې داټولې پېښې نه تنهادافغان ولس دکړاو اودلا ځپلو په موخه کیږي بلکې تر هغه وخته به دا ناولې لړۍ روانه وي ترکومه چې دجنګي جنایتکارانو په واکداري ملي وحدت لا په خطر کې ولوېږي، افغــــانستان تجزیه او د دموکراسي په پلمه راغلي ښکېلاکګر خپلوستراتیژیکو موخو ته ورسیږي چې له بده مرغه دا به داسې حالات رامینځ ته کړي لکه نن چې دسومالیا هېواد ورسره مخ دی .
د پورتنیو ستونځو او وېرې له کبله زموږ دکولتوري ټولنې ټول غړي دخپل وجداني مسؤلیت له مخې څخه په یوه خوله دافغانستان روان کړکېچن سـیاسي، پوځي، ټولنـیزاو اقتصـادي حالات محکوموي او دا روانه لړۍ دلا تورو تیارو راوړونکي ګڼي خو دستونځو د حل بنسټیزه چاره زموږ دنننۍ غونډې دلاندې پرېکړوپه تطبق کې ویني :
۱ ــ موږ نه تنهاپه کابل کې دسـولې دجرګې له پرېکړه لیک څخه ملاتړکوو بلکې په عملي کولوکې یې د اړونـدو
اړخونو جدي پاملرنه غواړو .
۲ــ موږ د تل په شان افغانستان ته د تل پاتې ســولې او امن راتګ په لویه دویدیزه جـرګه او یا په یو نړېوال بې پرې کانفرانس کې وینو ترڅو دیولنډ محاله حکومت په وسیله سره دسـولې پروسه ګړندۍ کړي .
۳ــ موږ دا راروانې دولسمشري جبري اوغیر طبعي ټولټاکنې په کلکه محکوموو، له یوې خوا خوزموږ ولــس ډاډمن امنیت نه لري له بلې خوانه تنها چې جګړې ځپلو سېمو ته په رښتینولي سره کارتونه نه دي ورکړل شوي بلکې په بهر کې مېشــت شپږ میلیونه په ځانګړي ډول په پاکستان او ایران کې مېشت کډوال هم له ټاکنو څخه محروم شول دا په داسې حال کې چې د هغه جعلي کمیسیون ویاندښاغلی نورچې دوی یې دخپلواک کمیسیون ویاندبولي وايي چې موږ ټولټال څلورومیلیونو افغانانو ته په کوردننه کارتونه وېشلي دي دلته دیادولو وړده چې په تېرو ټولټاکنوکې ۱۴څوارلسو میلیونو مستحقووګړو ته کارتونه وېشل شوي وو اوس خو دا دی پینځه کاله تېر شول چې داشمېره خوبایدکم له کمه تر شلو میلیونومستحقو وګړو پورې رسېدلې وای خو دوی نه تنها چې دلته دنږدې ۶ شپږو میلیونومستحقو وګړوحق تر پښولاندې کړ بلکې دهغه تېر ځل د ټاکنوله شمېرڅخه یې هم ۱۰لس میلیونه مستحق وګړي په لوی لاس محروم کړل اوس زموږ داټکل له مخې څخه ټولټال دشلومیلیونو مستحقو وګړو له جملې څخه صرف ۴ څلورو میلیونووګړو ته هغه هم د دوی په خوله کارتونه وېشل شوي بیا دا ۴ څلور میلیونه وګړي په ۴۱ یوڅلوېښتو بې هوشه کاندیدانو پسې کله دا خوا کله اخوا منډې وهي اوس نو تاسو پخپله ۴ څلور میلیونه وګړي له نږدې ۱۶شپاړسومیلیونو وګړو سره پرتله کړﺉ دا هم باید زیاته کړو چې نن ورځ زموږ دوګړو شمېر د۳۰ دېرشومیلیونو په شا اوخواکې اټکل شوی دی ځکه خوڅرګنده خبره ده چې دا راروانې ټولټاکنې نه بلکې ټول وژنې بللی شو، لنډه داچې دا له فرېب څخه ډکه لوبه دافغــان ولس په درد نه خوري دا به ډېرې ناوړه پایلې ولري ، جګړه به لا نوره هم پسې وغځوي ځکه خو باید ټولټاکنې تحریم شي .
۴ ــ دټولټاکنو هغه ددوی په اصطلاح ( خپلواک کمېسیون)لا وار دمخه افغان ولس ته محکوم دی د کمیســیون غړو په داتېرو پینځوکلونوکې په کافي اندازه په فساد کې لاسونه لرلي دي ځکه خو یې پرېکړې نه شو منلای .
۵ ــ موږ لا څو میاشتې مخکې هم دیوې اعلامې په ترځ کې له کرزي څخه جدي غوښتنه کړې وه چې دملی ګټو دخونديتوب لپاره ژر تر ژره دبهرنیو چارو غیر قانوني وزیر سپنتا او د مزار والي عطا له دنـدو څخه ګوښه کړي خو کرزي خپله بې کیفایتي او بې صلاحیتي وښوده ځکه خو نن ورځ دپردیو لخوا په کرزي منل شوي وزیران او والیان نه تنهاله چوکۍڅخه کرزی نه شي لرې کولای بلکې دنوروله وېرې یې لا پسې نازوي ، موږ د افغانستان په تاریخ کې دومره محکوم، ډارن او هېواد دښمنه مشر نه دی لیدلی ځکه خو له افغـــان ولس څخه جدي هیله کوو چې دا ناروا ټولټاکنې تحریم او نړیواله ټولنه دې ته وهځوي چې دزور په ځای دســـولې لار خپله کړي که نړېواله ټولنه په خپل لاس دا د راوړو لمبو غم نه خوري نو کرزی بیا هم د خپل ځان او افغـانستان د نجات لپاره یوښه چانس لري هغه داچې اضطراري حالت اعلان اودودیزه لویه جرګه راوبولې، دجنګي جنایتکارانو په ځای د ولـس اړخ ونیسي ترڅو افغانان په خپلو کې سره جوړ او د پردیو له ناز څخه خلاص شي خو له بده مرغه چې دومره همت په کرزي کې نه لیدل کیږي ځکه خو موږ دنړیوالې ټولنې ،افغان ولس او مقاومت توجع غواړو .
۶ ــ له افغان مقاومت څخه هیله کوو چې که په رښتیا هم دکړېدلي افغانستان غم وي ورسره نو د ژر تر ژره خپلې ټولې جګړیزې لاس ته راوړنې په یو سیاسي چوکاټ کې ځای پرځای کړي تر څو نړیواله ټولنه یې دیو سیال په حیث ومني .
۷ ــ له افغان مقاومت څخه موبله جدي غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره دیوې رسمي اعلامې په صادرولو سره دسولې په اړوند خپل رښتینی دریځ اعلان کړي .
۸ ــ داچې دهېوادله درۍ په څلورو کې زیاته برخه نا امني نیولې او دولتي چارواکې کلیو او بانډو ته ورتلای نه شي ځکه موږ په کلکه داحصایې د مرکزي ادارې دابې وخته تصمیم غندو چې غواړي د كورونو د شمېرنې او د كليو د تثبيتولو لړۍ پيل كړي دوی به نه تنها د حقیقت له مخې دا کار ترسره نه کړي بلکې د۳۰ دېرشـــــو میلیونو ډالرو په شا او خوا کې پیسې به په بډه ووهي .
۹ــ موږ له ټولو سیاسي، ټولنیزو،کولتــوري ټولنواو په ځانګړي ډول له خپلو قلموالو ملګرو څخه جدي هیله کوو چې له موږ سره خپله همغږي اعلان او ددې تش په نامه ټولټاکنومخه ونیسي ، په عین وخت کې موږ ته دا
ډاډ هم راکړي چې د کړېدلو پښـتنو د غږ اوچتولو لپاره د کوم تلویزیوني پروګرام په اړونـــد موږ ته لاس را کولای شي او که نه؟
یادونــــــه :
پاس یادې شوې ټولنې کولای شي چې دخپلو ځانګړواعلامیوپه خپرولوسره موږ او افغان ولس ته ډاډ راکړي .

په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانوکولتوري ټولنــــه


۱۸ـ۰۶ـ ۲۰۰۹ د افغانستان د سولې د ملي جرګې د نننۍ غونډې پرېکړه لیک

د افغانستان د سولې ملي جرګې مشرتابه هیت د رب العزت شکر ادا کوي او د ټولو ګډون والو څخه د زړه له کومې مننه کوي چې په راتلو مو نوموړې پرتمینه غونډه جوړه او برکتي کړه ترڅو ددې هیواد اصیل بچیان او علما ددې سپیڅلې لیارې سرکښان شي .

الحمدالله خوشحاله یو چې د هیواد په دې نازکو او حساسو شیبو او جنګي بحران کې ستاسې ونډه د تل پاتې سولې د راتګ د لارو چارو د پیدا کولو په برخه کې ګورو .

دایو څرګندحقیقت دی او ددې هیواد یتیم بچیان پرمونږ حق لري چې د وخت اوزمانې مطابق دجنګ جګړې لاره د تل پاتې سولې ته پریښودل شي تر څو زمونږ د هیواد د ټولو وګړو، یتیمانو او کونډو هغه ارمان چې سوله ده په حقیقي اوعملي بڼه منځ ته راشي دا ځکه چې مونږ د یو ژوندي بشر په صفت د سوله ایز ژوند حق لرو .

نوددې په خاطر چې پورته سپیڅلو اهدافوته ورسیږو د لاندې ټکو د عملی کیدلو لپاره دخدای تعالی پوره مرسته او ستاسې ملاتړ غواړو او په ښکیلو اړخونو غږ کوو او په مسولینو د وعدو تاکید کوو چې په واقعي ډول او ژبه دې د سولې سپیځلې کلمه په ځان قبوله کړي او هیڅ ډول جنګ جګړې ، باروتو او بمونو ته که د ځمکې او يا د هوا د لیاري وي په هیڅ نوم اجازه ورنکړي چې د مظلومو افغانانو وینه توېي کړي.

۱ - مونږ د افغانستان په علمای کرامو او مشرانو غږ کوو چې دوی په خپلو ولایتونو ، کلیو، بانډو اومساجدو کې د سولې د راتلو لپاره د اسلام په رڼا کې خپلو هڅو ته ادامه ورکړي ځکه سوله د علمای کرامو په ګډون او کوشش تکمیل کیدای شي .

۲ – مونږ د افغانستان د دولت څخه په کلکه غوښتنه کوو چې سوله دشعار په شکل پاتې نشي بلکې په عملي شکل قدم واخلي ترڅو د ملت وګړي باور پیدا کړي .

۳ – مونږ په نړیواله ټولنه غږ کوو چې جنګ د حل لیاره نده او په جنګ کښې بی ګناه انسانان وژل کیږي باید په عاجل ډول د جنګ په ځای د سولې ملاتړ اعلان کړي .

۴ – د افغانستان د سولې ملي جرګه د طالبانو په تحریک او حزب اسلامی غږ کوي چې د ملت د غوښتنې په اساس باید دوی د سولې مذاکراتو ته غاړه کیږدي .

۵ - جرګه په ملګرو ملتو، نړیوالی ټولني، دولت ، طالبانو او حزب اسلامی غږ کوي چې ددې جرګې منځګړیتوب ته په درنه سترګه وګوري او باور پرې وکړي ترځو د باور د فضا وروسته جرګه د خپلې وړاندې شوې طرحې د عملي کیدلو او تل پاته سولې د راتګ اصلي جوګه شي.



د انتخاباتو کميسيون په فساد تورن شو
Sunday, 06.28.2009, 08:30am (GMT)


تاند د جون ٢٨ : د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کميسيون دننه يوې سرچينې تاند ويپاڼې ته ويلي چې په تيرو پنځو کلونو کې په دغه کميسيون کې دننه ډير فساد ليدلى شوى دى .

دې سرچينې چې د معقولو دلايلو له امله د خپل نوم له روښانولو ډډه کوي تاند ويبپاڼې ته وويل چې د دغه کميسيون نوي موټر د زړو په نامۀ خرڅ شوي دي .

سرچينې ادعا وکړه چې د دفتر ميزونه او کمپيوټرونه هم په خپل منځنو کې وپلورل شول .

کله چې تاند ويبپاڼې دغه سرچينه وننگوله چې شواهد وړاندې کړي نو يوازې دومره ورته وويل شول چې نژدې زر نوي کمپيوټرونه دغه کميسيون ته ورکړل شوي و چې ټول په خپلو منځنو کې د زړو کمپيوټرونو په نامۀ وپلورل شول .

دوى زياته کړه چې همدا اوس شاوخوا سل زره نوي صندوقونه له يوۀ بهرني هيواده اخيستل کيږي چې د هر يوۀ بيه يې نوي امريکايي ډالره ده .

دوى د موټرانو ، د دفتر د ميز او څوکۍ او نورو لوازمو يادونه هم وکړه چې خرڅ شوي دي .

سملاسي د انتخاباتو د خپلواک کميسيون غبرگون ونه موندل شو .

د يادونې وړ ده چې ټوله نړۍ او افغان حکومت مني چې په ادارو کې يې فساد شته خو د انتخاباتو د خپلواک کميسيون په دفتر کې دننه دغه ډول خبرې شايد د دوى پر لمن نه پاکيدونکى داغ شي چې تر ټاکنو وروسته به يې هم پايلې احساسيږي .

باسټن ګلوب : کرزي د مخدرو موادو لوی قاچاقبران خوشي کړي
Saturday, 07.04.2009, 02:20pm (GMT)



تاند(شنبه/جولای ۴) امریکايي ورځپاڼې باسټن ګلوب افشا کړه چې ولسمشرحامدکرزي د دې لپاره چې په انتخاباتو کې ملاتړ ترلاسه کړي د نشه يي موادو مخدره پنځه مشهوراو په بندمحکوم شوي قاچاقبران خوشي کړي او د محکمې پر پرېکړې یې پښه ایښې ده .

د دې ورځپاڼې د راپورله مخې د مخدره موادو دا پنځه قاچاقبران په ۲۰۰۷ میلادی کال کې هغه مهال دافغانستان د جنايي محقیقونود یوې ډلی او د هغو د یوه امریکايي سلاکار له لوري له نیول شوي ول چې د پولیسو یونفورمونه یې په ځان کې وو او د پولیسوپه یوه موټرکې یې ۱۲۰ کیلوګرامه هیرویین وړل.

دا کسان وروسته د یوې محکمې له خوا د شپاړلسو او اتلسو کالو ترمینځ په بند محکوم شول. خو حامد کرزي دا قاچاقبران ترانتخاباتو مخکې د اپریل په میاشت کې د یوه فرمان پراساس وبخښل.

باسټن ګلوب ورځپاڼې د راپورله مخې د دغو پنځو قاچاقبرانوپه منځ کې یو یې د ننګرهار اوکابل د پخواني والي حاجي دین محمد وراره دی .

ښاغلي دین محمد څه موده مخکې د کابل له ولایته استعفا ورکړه اود ښاغلي کرزي د انتخاباتي مبارزې د تنظیم چارې یې په غاړه واخیستې .
له نشه يي موادو سره د مبارزې د محکمې رييس باسټن ګلوب ورځپاڼې ته ویلي چې چې کرزي د یوه فرمان د صادرولوله لارې د دغو کسانو د خلاصون لاره اواره کړه .

د ولسمشرپه فرمان کې ویل شوي چې دغه کسان په یوې درنې کورنۍ پورې تړلي دي.

په افغانستان کی د امریکا سفیر کارل ایکن بیري هم تیره اونۍ چې کله یې دامریکا دپه لګښت د جنايي محاکمو لپاره نوې ودانۍ پرانستله ، د کرزي له خوا د مخدرو موادو د قاچاقبرانو د بخښنې موضوع ته اشاره وکړه.

یوه امریکايي مقام باسټن ګلوب ورځپاڼې ته ویلي چې په افغانستان کې دامریکا سفیر دا موضوع په خپله له ښاغلي کرزي، لوی څارنوال او د عدلیې له وزیر سره مطرح کړې ده.

عزیز احمد سرباز د څارنوالی مدیرچی د توقیفونود چارو د هماهنګ کولو مسول دی، دی ورځپاڼی ته ویلی چی د ثور په اتمه د مجاهدینو د بری د کلیزی د لمانځلو په مناسبت کرزي د یوه فرمان له مخې۲۱۰ بندیان وبخښل. په دې ډله کې ۴۲ یېد ولایاتو بندیان وو چې پنځه یې د مخدره موادو قاچاقبران وو.
ویل کېږي چې دا کسان د دې لپاره خوشي شوي چې په انتخاباتو کې د ښاغلي کرزي ملاتړ وکړي .

کرزي یو شمېرنورو کسانو ته هم چې ویل کېږي نفوذ لري ، د وزارتونو وعدې ورکړي .


پتمنو او کړېدلو افغانانو!
ستاسو حضور ته زموږ نننۍ اعلامیه اوځیني نور اړین مواد په پاس ډول وړاندې شول اوس به هغو دوستانو ته یوځل بیازموږ د اپریل دمیاشتې اعلامیه چې د نامشروع ټولټاکنوپه اړوند خپره کړې وه وړاندې کړوکومو چې نه وي لوستې :



تحریـــــــــــــــــــــــــــــم تحریـــــــــــــــــــــــــــــم تحریـــــــــــــــــــــــــــــــم
۲۵ـ۰۴ـ۲۰۰۹ دجرمني په بایرن ایالت کې دافغانانو دکولتوري ټولنې اعلامیه
بســـــــــــــمل
نن دجرمني په مونشن ښارکې زموږ دکولتوري ټولنې غړوخپله نوبتي غونډه وکړه دغونډې اجنډاپه افغانستان کې د ولسمشري دټولټاکنو دتحریم موضوع وه په یاده شوې موضوع ډېر بحث وشو چې بیا د لاندې د لایلو پر بنا را روانې تحمیلي،غیرطبعي اوغیر عملي ټولټاکنې محکومې او دتحریم وړ وګڼل شوې :
ــ زموږ د هېواد نږدې اتیا په سلو کې وګړي له سولې اوامن څخه محروم دي چې داحقیقت پخپله نړیوالې ټولنې هم منلی دی .
ــ په پښتون مېشتوسیموکې هم په شعوري ډول اوهم دناامنيو له وجې کارتونه نه دي وېشل شوي نوکله چې زموږ دهېواد له اصل ډېره کي توکم(پښتون)سره په لوی لاس دومره جفا کیږي بیانو ټولټاکنې دڅه او دچا لپاره؟
ــ په بې شمېرو کارتونولا وار دمخه سوداګري شوې چې له هغو څخه به ډېره ناوړه ګټه پورته شي .
ــ دبن دکنفرانس پرېکړې له هغو خپلو کمیو سره سره هم عملي نه شوې، په افغــان ولس یوه غداره، پوډري اویوه داسې له فساد څخه ډکه اداره تحمیل شوه چې نه تنها افغانان یې وشرمول بلکې دنړیوالې ټولنې حثیت یې هم په ځمکه وویشت خوبیا هم نړېواله ټولنه همدافاسدین دجګړې داوږدولولپاره نازوي ترڅوسوله لاپه شا وتمبیږي، مقاومت غښتلی او د لاډېرې ودې په نتېجه کې ټوله سیمه نا ارامه او مغرضین خپلو موخو ته ځانونه ورسوي،
زموږ په ولسي وګړو داړندې بمباري په همدې منظورشوې او کیږي ددې ترڅنګ زموږ په بېوزلو وګړوپه ډېره بې رحمي سره یورانیم لرونکې وسلې هم کاروي چې دنمونې په ډول به تاسو ته څومستند تصویرونه زموږ داعلامې په وروستۍ برخه کې دروښیو.
ــ موږ دنړېوالې ټولنې دوه مخي سیاست اندېښمن کړي یوله یوې خوا پخپله نارې وهي چې امن نشته اونا امني به نوره هم په زیاتېدو شي خو له بلې خوا یې دکابل اداره دې ته مجبوره کړې ده چې ټولټاکنې وکړي، داپه داسې حال کې چې دټولټاکنودکمیسیون ویاند ووېل چې موږ دڅلورمیلیونوپه شاوخواکې کارتونه وېشلي دي دیادولو وړ ده چې نن سبا افغان نفوس له دېرشومیلیونوڅخه لوړښکاري نوپه کوم منطق به داڅلورمیلیونه هغه هم په ډېرو نوم اندو پسې ویشل شوي وګړي د دېرشو میلیونواستازیتوب وکړي؟
ــ له یوې خواولسمشري ته دنوم اندو شمېر له څلوېښتو څخه لوړ شوچې دا پخپله دګډوډي او ګلګلمیري ثبوت دی له بلې خوابه دولسمشري ټولټاکنې په هیڅ ډول افغان ولس ته سوله رانه وړي داځکه چې راتلونکی ولسمشر که کرزی وي که کوم بل بیابه هم دکرزي په ډول هسې یوه نانځکه وي چې نه به سالم حکومت ولري اونه حاکمیت،
په پښتون مېشتو سیموکې به داورلمبې لاپسې زیاتي شي، پښتانه به له زده کړې،بهرنیوبورسونواومهمو دولتي څوکیوڅخه د پخواپه ډول محروم پاته شي هسې یوڅوپلورل شوي پښتانه به د شمالي ټلوالې داقتدار د ساتلو لپاره په څنګ کې ور سره ناست وي تر څودتېرو اتو کلونو په شان دشمال بدنامه ټلواله په ګدۍ سپره وساتي .
ــ دمالوماتوله مخې داسې ښکاري چې ولسمشري ته نوم اندوکسانوپخپلومینځوکې د راتلونکې ادارې ځانګړې چوکۍ سره وېشلي دي داهم بربنډه شوې ده چې دشمالي ټلوالې پټ اومنلی کاندیدیوازې کرزی دی خوعبدالله یې هسې داذهانو داړولو په موخه په معرکه ورننیستی دی .
ــ موږ باوري یو چې راتلونکې ټولټاکنې به نه تنها افغان غمېزه لا پسې اوږده کړي بلکې هر یو چې ولسمشري ته
رامخ ته شي هغه به بیا په موږ بېوزلو باندې راتاوان وي، بیابه هر یو بهرنی سیاستوال له خبرې ښکته او پورته زموږ په سترګو راننوزي چې پلانی خودتاسوغوره ولسمشر دی پخپله مو ټاکلی، قانوني حيثیت لري سره له دې چې موږ دا تش په نامه ولسمشران لا له همدې شېبې څخه نه منو نو ځکه باید افغان ولس داغیر عملي او نامشروع ټولټاکنې تحریم او په خپل همت سره دسولې څرک ولګوي .
دپورتنیو دلایلو په وړاندي کولو سره زموږ ملګري دا لاندې پرېکړوته ورسېدل :
۱ ــ موږ له خپل اتل افغان ولس څخه هیله کووچې دتاریخي افغانستان دبقأ اوخپل ځان دخلاصون لپاره ټولټاکنې تحریم او ورسره جوخت دکرزي دغیر قانوني دورې ټغر ورټول کړي .
۲ ــ دکرزي له ګوښه کېدو سره سم باید یو داسې لنډمهال او ناپېیلی حکومت رامینځ ته شي چې وسلوال مقاومت ته دخبرو یوه رښتینې زمینه برابره کړي .
۳ ــ موږ له نړیوالې ټولنې څخه هیله کووچې دبې ګټو ټولټاکنوپه ځای دافغاني دودیزې لوې جرګې په رابللو کې مرسته وکړي، هغه لګښتونه چې په دې غیرعملي ټولټاکنوکوي هغه دې ددودیزې لوې جرګې په سمبالښت وکړي
چې له یوې خواخپل له لاسه تللی برم یوځل بیاترلاسه کړي اوله بلې خوا زموږ ځورېدلي ولس ته سـوله راستنه اود دوی خپل زامن هم له مرګه څخه بچ پاته شي .
۴ ــ لنډمهال ناپېیلی حکوت به دلوې دودیزې جرګې په ترځ کې رامینځ ته کیږي چې دالویه جرګه به دپخواني دود له مخې رابلله کیږي نه داوسني ناچل بنسټیز قانون له مخې چې د ولایتي شوراګانو پلورل شوي استازي به بیا پکې ناست وي .
۵ ــ موږ له وسلوال مقاومت څخه په کلکه هیله کوو چې له خپلو لیکو څخه افغان دښمن عناصر څپوهي،دمقاومت اصول مراعت او له نړیوالې ټولنې سره دسیاسي او دیپلوماتیکو اړیکو زمینه برابره کړي تر څونړۍ یوځل بیا په دې باوري شي چې افغانان بېګناه او په ځانګړي ډول بېګناه پښتانه د پردیولخواد تپل شووجګړوقربانیان دي د
یادولو وړ ده چې پوره اوولــس ۱۷ کاله کیږي چې زموږ د هېواد ټولې بهرنۍ سیاسي نماینده ګۍ دهېواد دښمنو ګوندونولکه جمعیت، وحدت، جنبش اوځینونوروپه ولکه کې دي چې دسپنتا په دوره کې تبعیض لاخپلې وزرې پرې وغوړولې ځکه خوزموږ د هېواد دکورنیو جریاناتو هغه رښتینی تصویر بهرنیانو ته په ناسم ډول ورښيي، په بهر کې د پښــتنودبدنامولولپاره هرډول ظالمانه تبلیغ کوي، پښــــتانه دطالب اوالقاعده په نوم بدناموي چې په حقیقت کې هم دنړېوالوپه سترګوکې خاورې وراچوي اوهم ځانونه ورته له بل هرچاحق په جانب ښيي ځکه خو باید نړېواله ټولنه دې مهمې مسلې ته جدي پاملرنه وکړي .
۶ ــ موږ بهرمېشتي افغانان خبر لروچې له ګاونډیوهېوادونوپه تېره بیا له ایران سره تر پرده لاندې یولړ داسې پټ قراردادونه دبهرنیوچارودغیر قانوني وزیر (سپنتا) لخوالاسلیک شوي چې زموږ له ملي ګټوسره په ټکر کې دي،
له نوموړیوقرار دادونوڅخه نه افغان ولس خبر دی او نه سپنتا کوم قانوني کاري جواز لري ځکه چې ولسي جرګې رټلی خوهسې دی بې وسلې څوکۍ سالار دی له همدې کبله موږ ټولوبهرنیوهېوادونو ته خبر ورکوو چې له اسپنتا سره شوي قراردادونه حقوقي حیثیت نه لري .
۷ ــ زموږ کولتوري ټولنه په کلکه دهالنډ دافغاني کولتوري ټولنې دسمپوزیم له پرېکړه لیک څخه ملاتړاعلاموي او دښاغلي ډاکتر روستار تره کي دعالمانه نظریاتودرناوی او عملي کول غواړي .
۸ ــ دبایرن مېشتوافغانانوکولتوري ټولنه له هیڅ کوم سیاسي سازمان سره اړیکه اوخواخوږي نه لري، دخپلې ملي او ایماني وجیبې له مخې په زغرده دافغان ولس دنجات اوسرلوړي لپاره نه ستړېکېدونکې هڅې کوي اوله نورو ټولوافغاني کولتوري، ټولنیزو اوسیاسي کړیوڅخه په کلکه غوښتنه کوي چې د تل پاتې سولې، ملي ګټو، ملي یوالي دساتلواوزموږ دسپېڅلې خاورې دتمامیت لپاره ګړندي ګامونه اوچت کړي نه دڅو لنډ محالو ګوډاګیانو دتبلیغ لپاره .
۹ ــ زموږ کولتوري ټولنه یوځل بیاله ټولوباحساسو اوهېوادپالوافغانانو په ځانګړي ډول له اتلوقلموالوافغانانو څخه هیله کوي چې داتاریخي اومهمې شېبې له لاسه څخه ورنه کړي، ددې تحمیلي ټولټاکنودتحریم لپاره سولیز لاریونونه، غونډې اومټنګونه وکړي، قلموال ملګري خپل قلم راپورته او یوځل بیازموږ دولس د غلیمانو تورې نقشې داسې په اوبولاهو کړي لکه هغه د سرشمېرنې (سرغوڅونې) تور ښامار مو چې ټوټه ټوټه کړ .
په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنه