په نړۍ کې د کرونا د لګول شوو ډوزونو شمېر له درې میلیاردو واوښت

په نړۍ کې د کرونا د لګول شوو ډوزونو شمېر له درې میلیاردو واوښت


  • 3 کاله دمخه (30/06/2021)
  • سمسورنیوز
  • 1306

کرونا ویروس چې په ټوله نړۍ کې خور شوی د ورځې زرګونه کسان وژني.

ددې وژونکې وبا د کنټرول لپاره واکسین هم تطبیق کېږي. هغه کسان، چې واکسین پرې تطبیق شوی شمېر یې درې میلیاردو ته ورسېد.

تر ټولو زیات واکسین د کوویډ ۱۹ پر ضد چین کې خلکو ته شوی دی او تر ټولو کم بیا په افریقا کې تطبیق شوی دی.

د کرونا پر ضد واکسین د لومړي ځل لپاره په بریتانیا کې تطبیق شو او له هغې وروسته نورو هېوادونو ته هم ورسېد.

د روغتیا نړیوال سازمان په ټولو خلکو غږ کوي، چې روغتیایي سپارښتنې عملي کړي؛ ځکه یادې وبا په ټوله نړۍ کې ناورین رامنځته کړی دی.