د انګلستان په کوربتوب د سل توپونو لیګ پیلیږي.
د انګلستان او ویلز کرکټ بورډونو د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۶ کال کې ددغه لیګ د ترسره کېدو په اړه نظر ورکړی وه، خو په ۲۰۱۹ کال کې ددې سیالیو په ترسره کېدو موافقه وشوه او وویل شول چې دغه سیالۍ به په ۲۰۲۰ م کال کې ترسره شي.
تېر کال په ټوله نړۍ کې کرونا ویروس پراختیا پیدا کړه او یادې سیالۍ روان ۲۰۲۱ کال ته وځنډول شوې.
اوس د انګلستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې دغه سیالۍ به د راتلونکې جولای میاشتې په ۲۱ نېټه پیل شي.
د سل توپونو په دغه لیګ کې درې افغان لوبغاړي راشد، نبي او قیس احمد بیلا بیلو لوبډلو اخیستي دي.
جالبه خو دا ده، چې یو بالر کولای شي په یاد لیګ کې په یو وخت پنځه او یا هم لس توپونه سر په سر ترسره کړي.
هره لوبډله د ښځینه او نارینه لوبغاړو په شمول ۳۰ تنه لوبغاړي لري.