په کابل کې ۱۶۶ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي

په کابل کې ۱۶۶ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي


  • 3 کاله دمخه (30/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1153

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت چارواکي وایي، چې د یاد وزارت ولسي تړون ملي پروګرام لخوا د کابل ولایت د ګلدرې ولسوالۍ اړوند په طولات کلي کې د ۱.۹ میلیونه افغانیو په لګښت  ۱۶۶ کورنیو ته د څښا ک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره شوه.

 

سرچینه وایي په دې پروژه کې د  ۹۲ مترو په ژوروالي د څښاک اوبو د ۳ څاه ګانو کیندل، یوه ۱۵ مترمکعبه زیرمه، او ۸ نلکې شاملې دي.

ددې پروژې د کار په ترڅ کې ۱۱۲۴ تنو تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې وه.