په غور ولایت کې ۳۴۵ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

په غور ولایت کې ۳۴۵ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې


  • 3 کاله دمخه (01/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1091

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وایي، چې د یاد وزارت لخوا په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې پروګرام له لوري د غور ولایت د فیروزکوه ولسوالۍ اړوند ګنده آب علیا، سفلی او وسط کلیو کې د شاوخوا ۳۴۵ کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې کړې. 

په پورته ذکر شویو کلیو کې د اوبو رسولو درې لمریزې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو دریو شبکو باندې مجموعاً ۵.۹ میلیونه افغانۍ ولګول شوې .

سرچینه زیاتوي د اوبو رسولو په دغو دریو پروژو کې د دریو څاه ګانو کیندل، د دریو زیرمو او د سولرونو لپاره د دوو احاطو جوړول، د څه باندې ۵،۸۰۰ متره اوږدې شبکې غځول، د ۱۶۵ نلکو، یو شمېر سولرونو او نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو. 

د یادو شویو پروژو د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره څه د پاسه ۵۰۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.