له افغانستان سره دامریکا دایمي مرستې؛ نیویارک ټایمز: د امریکایي ځواکونه وروستی مرکز به حامد کرزي هوایي ډګر وي

له افغانستان سره دامریکا دایمي مرستې؛ نیویارک ټایمز: د امریکایي ځواکونه وروستی مرکز به حامد کرزي هوایي ډګر وي


  • 3 کاله دمخه (01/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1446

نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي، په کابل کې به د حامد کرزي نړۍوال هوایي ډګر د امریکایي ځواکونو په وروستی مرکز بدل شي.

سرچینې ویلي، چې د حامد کرزي نړۍوال هوایي ډګر د خوندیتوب لپاره له ترکیې سره خبرې دوام لري، خو څو پورې چې له یاد هېواد سره یوه هوکړه کېږي دغه ډګر به د امریکایي ځواکونو د ۲۰ کلن ماموریت وروستی مرکز وي. 

تر دې وړاندې امریکا ویلي، چې تر راتلونکې یکشنبې پورې به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر پای ته ورسېږي خو د حامد کرزي هوایي ډګر چې د امریکا او ملګرو هېوادونو د ډیپلوماټیک حضور لپاره مهم دی د امنیت خوندیتابه لپاره به یې ګڼ شمېر سرتېري په دغه هېواد کې پاتې شي.

بل‌لورته کابل کې د امریکا سفارت له طالبانو غوښتي، چې روان تاوتریخوالی په دوامداره توګه پای ته ورسوي.

امریکايي لوري د طالبانو وروستي تاوتریخوالي ډېرېدو سره هممهاله ویلي، طالبان دې د تاوتریخوالي او جګړو پر ځای پر سوله زیات تمرکز وکړي او د خبرو مېز ته دې را وګرځي.

کابل کې د امریکا سفارت یو ځل بیا ټینګار کړی، امریکا او نړۍ به افغاسنتان کې هغه دولت هېڅکله هم په رسمیت ونه پېژني، چې د زور او جبر له لارې رامنځته شوی وي.

یاد سفارت همداراز زیاته کړې، چې دوی له افغان دولته خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، او د په دغه هېواد کې بشري او نظامي برخو کې مرستو ته ژمن دي.