پاکستان: کراچۍ او ګوادر بندرونو کې د افغان سوداګرو د درېدو وخت او لګښت کموو

پاکستان: کراچۍ او ګوادر بندرونو کې د افغان سوداګرو د درېدو وخت او لګښت کموو


  • 3 کاله دمخه (01/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1281

پاکستاني چارواکي وایي، په کراچۍ او ګوادر بندرونو کې د افغان سوداګرو د مالونو او کانټینرونو د درېدو وخت او لګښت کموي. 

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، "د ټرانزیټ په برخه کې د نویو سهولتونو رامنځته کولو په لړ کې یې حکومت پرېکړه کړې، چې د قانوني پړاونو تېرولو په موخه د افغان سوداګرو د کانتیرونو د دریدو موده له نهو دوو ورځو ته راښکته کړي."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی که څه هم د پاکستان د دې ګام محتطانه هر کلی کوي، خو زیاتوي پاکستان تل ورسره د ستونز حل ژمنې کړې خو عملي بڼه یې بیا پیکه ده.

افغان سوداګرو بیا په کرتو کرتو ویلي، چې پاکستان په مختلفو پلمو له دوی د کال نږدې نهه سوه میلیون ډالر ترلاسوي.