چک جمهوریت: د افغان ځواک پیلوټانو د روزنې او نورو برخو کې مرستو ته دوام ورکوو

چک جمهوریت: د افغان ځواک پیلوټانو د روزنې او نورو برخو کې مرستو ته دوام ورکوو


  • 3 کاله دمخه (02/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1419

د چک حکومت د افغان هوايي ځواک د پیلوټانو د روزنې او نورو پوځي برخو کې له افغانستان سره د مرستو د دوام ژمنه کړې ده. 

په پراګ کې د افغانستان سفیر ښاغلی شهزاد اریوبي وايي، چې دا ډاډ ده ته د چک جمهوریت دفاع وزیر لوبومیر میتنار په خپله وروستۍ کتنه کې ورکړی دی.
افغان سفیر ښاغلی اریوبي وايي، ولسمشر میلوش زیمان، صدراعظم اندرې بابیش او دفاع وزیر له افغانستان سره په اړیکو کې د نوي څپرکي د پیل خبره ورسره کړې ده.
د معلوماتو له‌مخې، چک جمهوریت داسې مهال د افغان پیلوټانو د روزنې او نورو پوځي برخو کې د مرستې ژمنه کوي، چې تر دې وړاندې یې هم تقریباً ۴۲۰ افغان پیلوټان په چک کې روزلي دي.
په افغانستان کې د چک جمهوریت پوځي حضور څو ورځې مخکې پای ته ورسېد، چې شاوخوا ۱۲ وروستي سرتېري یې هم له خپلو وسلو سره خپل هېواد ته بېرته وګرځېدل.
په تېرو نږدې ۲۰ کلونو کې تر ۱۱ نیم زره ډېرو چک پوځیانو په افغانستان کې د ناټو تر چتر لاندې مأموریت کې دنده اجرا کړې ده.