امریکا: د افغان ځواکونو ملاتړ او پر طالبانو هوایي بریدونه جاري ساتو

امریکا: د افغان ځواکونو ملاتړ او پر طالبانو هوایي بریدونه جاري ساتو


  • 2 کاله دمخه (03/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1113

امریکا وایي، د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره او د طالبانو د ځپلو په موخه به یې هوایي بریدونه دوام کوي.

دا څرګندونې ځینو امریکايي پوځي چارواکو رسنیو ته کړې دي، چې امریکايي ځواکونه له افغانستان وتلي او تر ټولو ستره نظامي اډه یې هم افغان ځواکونو ته سپارلې ده، خو له دغه هېواد بهر د ځای پر ځای شوو الوتکو په مرسته به د افغان ځواکونو په ملاتړ د دوی بریدونه دوام کوي. 

دغه امریکایي چارواکي دغه‌راز ویلي، چې د ترهګرۍ ضد فعالیتونه هم څارل کېږي او جنرال مک کینزي ددې فعالیتونو د څارلو او پر وړاندې یې د اقداماتو مسؤول ټاکل شوی.

همدا راز به شاوخوا ۶۵۰ امریکايي عسکر په کابل کې د امریکا په سفارت کې وي چې د دې سفارت امنیت خوندي کړي او تر څنګ یې شاوخوا ۳۰۰ امریکایي عسکر ښایي د کابل هوایي ډګر د امنیت د تامین لپاره وګومارل شي.

بل‌لورته امریکا همدرانګه د ترکیې سره موافقه کړې، چې د کابل د هوایي ډګر د خوندیتوب لپاره د توغندیو، توپچي او هاوان ضد سیستم او د دې سیستم د کارولو لپاره به سرتېري پرېږدي.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزارت او شمېر سیاسي رهبرانو په افغانستان کې د جګړو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او د جګړو پر ختمولو یې ټینګار کړی.

خو د امریکا ولسمشر جو بایډن بیا وایي، د افغانستان حکومت د ثبات د ساتلو توان لري او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان امنیتي ځواکونه باید د هر ډول حالاتو لپاره چمتو و اوسي.