پاکستان: طالبان زمونږ له پنجرې ازاد شوي؛ خبره مو نه‌مني

پاکستان: طالبان زمونږ له پنجرې ازاد شوي؛ خبره مو نه‌مني


  • 3 کاله دمخه (03/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1255

پاکستان وایي، طالبان زموږ له پنجرې ازاد شوي او په خبره یې دوی اوس پرې نفوذ نه لري. 

د پاکستان د استخباراتو او پوځ مشر اته ساعته د دې هېواد پارلمان ته د بندو دروازو تر شا د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.

دغه چارواکو ویلي دوی د دې غوښتونکي دي، چې افغان جګړه د د مذاکراتو له لارې پای ته ورسول شي، خو په وینا یې پر دغه ډله اوس د پخوا په څېر نفوذ نه لري.  

جنرال قمر جاوید باجوه بیا ویره ښودلې، چې ښايي په افغانستان کې جګړې ډېرې شي له همدې کبله دوی پر ډیورنډ لا ډېر اقدامات ترسره کوي. 

د جاوېد په خبره پاکستان هڅه کوي د کډوالو د اوښتو او ترهګریزو فعالیتونو د پراختیا مخنیوی وکړي. 

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې دا هېواد د افغانستان د سولې په پروسه کې په دوه مخي رول لوبولو تورن شوی.

د ولسمشر لوموړي مرستیال ولسمشر امرالله صالح څو ورځې مخکې ویلي و، چې پاکستان په خبرو کې له افغان دولت، خو په عمل کې د طالبانو ملتیا کوي. 

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په دې وروستیو کې په وار وار ویلي، چې دوی پر طالبانو نفوذ نه لري خو د پېښور پوهنتون استاد خورشید خان او یو شمېر نورو شنونکو بیا ویلي، چې د طالبانو کورونه په پاکستان کې دي، بچیان یې ښوونځیو ته ځي، د طالبانو د ټپيانو درملنه په پاکستاني روغتونونو کې کېږي او ډېری مړي یې هم پاکستان ته راځي، نو له دې حقیقته چې پاکستان پر طالبانو پراخ نفوذ لري، سترګې نه شي پټېدلی