په نورستان کې ۳۲۰ تنه زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه

په نورستان کې ۳۲۰ تنه زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه


  • 3 کاله دمخه (03/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1376

د کلیو بيارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وایي، چې د وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام اقرأ پروژې تر سیوري لاندې د  نورستان ولایت د وایګل ولسوالۍ اړوند په کیګل کلي کې د ۸.۹ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۲۰ تنه زده کوونکي د یوه ښوونځي په جوړیدو سره د زده کړو له مناسب چاپېریال څخه برخمن شول.

سرچینه زیاتوي دا ښوونځی ۸ ټولګي، ۲ اداري خونې، ۵ تشنابونه او د څښاک د پاکو اوبو یوه څاه لري. دغه ښوونځی د نجونو او هلکانو د زده کړو لپاره جوړشوی چې د جوړیدو پر مهال یې د تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو لپاره ۳۸۴۵ کاري ورځې برابرې شوې وې.

د يادونې وړ ده، چې د ولسي تړون ملي پروګرام تر سيوري لاندې د اقرا برنامې له لوري د نورستان ولایت په وایګل ولسوالۍ کې ۱۶ ښوونځي جوړیږې، چې د يو شمېر ودانيو چارې بشپړې او پاتې نور به يې په نږدې راتلونکي کې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.