په کندز کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه استنادي دېوال کار روان دی

په کندز کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه استنادي دېوال کار روان دی


  • 3 کاله دمخه (03/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1690

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وایي، چې د یاد وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کاسا زر پروژې په مالي ملاتړ د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د سړک ساتنې د یوه استنادي دېوال او په مسیر کې یې د شلو پولګوټو د جوړولو کارونه ۷۰ سلنه پر مخ تللي دي. 

سرچینه زیاتوي دغه دیوال د ۶۱ مترو په اوږدوالي او ۵ مترو په جګوالي جوړیږي. ددې ټولګټې پروژې په بهیر کې به د سیمې د ۳۳۴ کورنیو تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو ته ۲۸۱۵ کاري ورځې برابرې شي.

 د یادونې وړ ده چې ددې پروژې په بشپړیدو سره به یاده سیمه د ښار له حلقوي سړک سره وصل شي او د سیمې د اوسیدونکو د اقتصادي او ټولنیز ژوند لپاره ډېره ارزښتمنه ده.