برېښنا شرکت: ولس باید د برېښنا پايو د ساتنې لپاره خپلې طرحې له دوی سره شريکې کړي

برېښنا شرکت: ولس باید د برېښنا پايو د ساتنې لپاره خپلې طرحې له دوی سره شريکې کړي


  • 3 کاله دمخه (03/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1350

د برېښنا شرکت رهبري له ټولو هېوادوالو غواړي، چې د برېښنايي تاسیساتو د ساتنې په موخه خپلې طرحې او پروګرامونه له دوی سره شریک کړي.  

یاد شرکت تازه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دا چې برېښنايي تاسیسات د بیت المال یوه برخه ده، د هغو ساتنه هم د ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول د امنیتي ځواکونو مسؤولیت دی. 

د یاد شرکت د معلوماتو پر بنسټ، په وروستیو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلو سیمو، ځانګړې توګه شمال کې د برېښنا ۳۹ پایې په ماینونو الوځول شوې او ویجاړې شوې دي.