د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې کرونا په افغانستان کې لا هم کنټرول نه ده او د کرونا هندۍ بڼه په دغه هېواد کې مخ په زیاتېدو ده.
یاد سازمان په افغانانو غږ کړی، چې روغتیايي سپارښتنې عملي کړي تر څو له دې وبا څخه وژغورل شي.
د افغانستان د روغتیا وزارت هم په خلکو غږ کړی، چې کرونا ویروس په زیاتېدو دی؛ نو هېوادوالو ته په کار ده، چې ټولنیز واټن مراعت کړي، ماسک وکاروي او له ګڼې ګوڼې ځان وساتي.
په هېواد کې د کرونا رسمي مثبتې پېښې له یو لک اوښتي او له پنځه زرو زیات کسان یاد ویروس وژلي دي.