په روان کال کې زیاتې ویکټې په نړیوال کرکټ کې چا اخیستي؟

په روان کال کې زیاتې ویکټې په نړیوال کرکټ کې چا اخیستي؟


  • 3 کاله دمخه (04/07/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1669

د هند یوې سپورټي ویبپاڼې د هغو لوبغاړو نوملړ خپور کړی، چې روان ۲۰۲۱ کال کې یې زیاتې ویکټې اخیستي.

په دغو لوبغاړو کې پاکستانی حسن علي تر ټولو مخکې دی او ۴۰ لوبغاړي یې سوځولي دي.

دوهم ځای کې هندی روي چندرن اشوین دی، اشوین روان کال نړیوال کرکټ کې ۳۸ لوبغاړي سوځولي دي.

دریم ځای بیا د سویلي افریقا لوبډلې لوبغاړي انرچ نارت جي نیولی دی، نارت جي په روان کال کې ۳۲ لوبغاړي سوځولي دي.