دخواشینۍ پیغام


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • علم ګل سحر
  • 1135

په ډیرې خواشینۍ سره مې دخپل ډیرقدرمن استاد د افغانستان نامتو لیکوال ،فیلیسوف او پیاوړي مفکرشخصیت استاد اسد اسمایي دمړینې خبر واورید.
استاد اسد آسمایي دافغانستان یو وتلی لیکوال او فلیسوف و،ډیر کلونه یې په کابل پوهنتون کې د فلسفې داستاد په حیث خدمت وکړ او ډیر شاګردان یې وروزل ،داستاد مړینه دهیواد لپاره یوه ستره ضایعه ده.
زه دارواښاد استاد له کورنۍ او ټولو افغان لیکوالو سره ځان په دغه ستر ویر کې شریک بولم ،دلوی خدای(ج)له دربار څخه ارواښادته فردوس جنت او کورنۍ ته یې دجمیل صبر هیله کوي.