امرالله صالح: طالبان هېڅ‌کله افغانستان نه‌شي نیولی

امرالله صالح: طالبان هېڅ‌کله افغانستان نه‌شي نیولی


  • 3 کاله دمخه (04/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1242

د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبان هېڅ‌کله افغانستان نه‌شي نیولای او په وینا یې دلته د حکومت کولو وړتیا هم نه لري. 

ښاغلي صالح په خپله ټویټرپانه کې لیکلي، دوی اوس‌مهال د یووالي لپاره یو لوی فرصت ګوري، ځکه له هرې سیمې خلک خپلو ځایونو ته د افغان ځواکونو او کمانډویانو د ورتګ غوښتنه کوي. 

د ښاغلي صالح دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو یوه ویاند، ذبیح‌الله مجاهد نن په یوه اعلامیه کې د یو شمېر ولسوالیو د نیولو ادعا کړې وه، چې ګوندې یو شمېر سیمې او د ولسوالیو مرکزونه د دوی تر ولکې لاندې دي.

بل‌خوا د کورنیو چارو وزارت د طالبانو له‌خوا د یو شمېر ولسوالیو د نیولو ادعا ردوي. 

د دې وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په یوه رالېږلي پیغام کې لیکلي، د طالبانو دا ادعا د یوې ولسوالۍ په ټوله جغرافیه کې صدق نه‌کوي.

ښاغلی ارین زیاتوي، چې د یو شمېر ولسوالیو له ځینو سیمو افغان ځواکونه بل ځای ته تللي چې دا د سقوط په معنی نه ده.

آرین همداراز وايي، هغو سیمو کې چې طالبانو پرمختګ کړی، شتون یې لنډمهالی او تل‌‌پاتې نه دی.

د کورنیو چارو وزارت په حواله، طالبان د هېڅ‌ ولسوالۍ د ساتلو وړتیا نه‌لري او غړي یې په لېرې پرتو سیمو کې په پاشل شوي ډول پراته دي. 

دا په داسې حال کې ده، چې د قطر په دوحه کې بیا د سولې خبرو له پرمختګ او د دواړو لوریو ترمنځ د غونډو له دوام هېڅ خبر نه‌شته.

که څه هم دواړه لوریو په ځلونو ژمنې کړې چې د سولې خبرو ته چمتو دي، خو د دې ژمنې پایله او برخلیک دواړه نا معلوم دي.