لوګر کې د اوبو ذخیره او یو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

لوګر کې د اوبو ذخیره او یو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو


  • 3 کاله دمخه (04/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1238

د کلیو بیارغوني او پراختیا وزارت چارواکي وایي، چې د یاد وزارت لخوا د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالۍ د سرې غونډۍ کلي کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو د یوې زیرمې چې ۵۰۴ متره مکعبه حجم لري او یوه کانال، چې ۳۵۰ متره اوږدوالی لري کارونه بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شول.

سرچینه زیاتوي، چې دا کانال د ۶۴ کورنيو ۸۰ جریبه کرنيزه ځمکه خړوبوي او تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته یې  ۱۶۵۷ کاري ورځې برابرې کړې دي.

 د يادونې وړده، چې د لوګر ولایت خوښۍ ولسوالۍ اړوند د سرې غونډۍ کلي کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د اوبو لګونې، څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي، لمريزې برېښنا او فرعي لارو جوړولو سکټورونو کې ۱۳۰ پروژې منظورې شوي، چې د یو شمېر پروژو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي او پاتې نورې به يې په نږدې راتلونکې کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.