ننګرهار کې فابریکې؛  دولس زره کسانو ته د کار زمینه برابره ده

ننګرهار کې فابریکې؛ دولس زره کسانو ته د کار زمینه برابره ده


  • 3 کاله دمخه (04/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1359

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د یاد ولایت په مرکز جلال اباد ښار او صنعتي ښارګوټو کې د ۲۰۰ ميليونه امريکايي ډالرو په پانګونې ۳۵۰ توليدي فابريکې فعاليت کوي، چې په کې دولس زره کسانو ته د کار کولو زمينه برابره شوې ده.

سرچینه زیاتوي دا فابريکې د المونيمي او پلاستيکي لوښو، کرنيزو وسايلو، تهريشر، ماربل، سنګ مرمر، اوسپنې ويلې کولو، بطرو تیزاب، سيخ جوړولو، د هايدروجن او نايتروجن توليد، ايوډين لرونکې مالګې، صابون، شامپو، نباتي غوړيو، معدني اوبو، قالينې اوبدلو، يخ جوړولو، فرنيچرو، د چرګانو خوراکې، کيک، کلچې، غير الکولي مشروباتو او نورو توکو برخو کې توليد کوي.

دغه توليدات د هېواد د ولايتونو سربېره پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او اروپايي هېوادونو ته صادريږي.

د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ رئيس محمد حسن محسن وايي؛ که په صنعتي پارکونو کې د برېښنا ستونزه حل شي او د فابريکې مسئولينو سره د  قراردادونو، تخنيکي او مالي امکاناتو، مارکيټ او بلاعوضه مرستو برخو کې همکاري وشي؛ نو داخلي صنعت به پراخه، پانګونه زياته، د صادراتو کچه لوړه او زرګونو نورو کسانو ته به د کار زمينه برابره شي.