د نړیوالو اړیکو اساس ملي ګټې جوړوي. معنا دا چې هر دولت له بل سره خپلې ګټې سنجوي او بیا ورسره د روابطو جوړولو او پاللو تصمیم نیسي. دا ګټې ښایي اقتصادي' سیاسي' نظامي' فرهنګي یا بل هر څه وي او چېرته چې یي ګټه نه وي' نو د روابطو جوړولو اړتیا هم نه ویني.
که د افغانستان موضوع ته د اوسني نړیوال سیاست له زاویې وګورو' څرګندیږي چې له امریکا نیولې بیا د نړۍ ګڼ نور پرمختللي اروپایي او د سیمې ځيني مخ پر ودې دولتونه د خپلو همدې ګټو لپاره له څو لسیزو راهیسې حضور لري. دا هر یو ظاهرا افغانستان کې د یو باثباته دولت د ایجاد او ورسره د ښو روابطو او دوامدارو همکاریو خبره کوي' خو عیني واقعیت بیا بل څه وایي. هغه دا چې دلته د اکثرو یادو دولتونو ګټې متقابلې او د حصول لاره یې تقابل او جګړه ده. هغه څه چې ډېری دا دولتونه پرې ګډ توافق لري' دا دی چې د افغان دولت سیاسي او اقتصادي ثبات یا هراړخیزه وده د هیچا په ګټه نه ده. معنا دا چې په دې کشمکش کې ښکېل دولتونه له عین تقابل سره سره یوه ګډه تګلاره دا هم لري' چې له افغانستان څخه خپلې ګټې د جګړې په دوام سره ترلاسه کړي.
دا ګټې څه کیدای شي? له اقتصاده نیولې تر سیاسي' پوځي' فرهنګي او لار نور اړخونه لري او هرڅوک ورته له خپل لیدلوري ګوري.
دلته په لویه کې پنځو هغو مواردو ته اشاره کوم' چې جګړه مار یي تردې سره راوستي دي:
1. د اسلامي او مذهبي افراطیت کمزوري کول او حتی ختمول: شک نشته چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی اسلامي هیواد نه دی' مګر دا هم یقیني ده چې اکثریت وګړي يي له دومره بیوزلۍ او علمه لریوالي سره سره په نړۍ کې د اسلام او اسلامیت په نوم تر سره تېر دي. دلته لاهم ډیر خلک شته' چې د اسلام له اساساتو به ناخبره وي' خو د امریکا یا نورو غربي هیوادونو په مقابل کې چې ددوی په اصطلاح کفار دي' جنګېدل جهاد او سرښندنه شهادت ګڼي. له دین او مذهب سره داسې مینه او له غربي ملتونو( ددوی په اصطلاح کفارو سره) دومره کرکه هغه ویره ده' چې لویدیځوالو له پخوا څخه حس کړې او نه غواړي چې ددې کرکې اور عملا تر لمنې یی ورسیږي' بلکې خپله د همدې خاورې پر وګړو باید دا اور مړ کړي.
2. نړیوال عامه افکارو بوختول: اوسنی عصر د ټکنالوژۍ او ارتباطاتو عصر دی او نړیوال عامه افکار په سیاسي' اقتصادي' کولتوري او نورو مسایلو کې د فشار یوه مهمه سرچینه ګڼل کیږي. حتی ډیر ځواکمن دولتونه نړیوال عامه افکار د ځان لپاره ددوام او زوال عامل ګڼي. نو امریکا او نور متحدان یي ددې لپاره چې خپل یو لړ نور اوږدمهاله اهداف د عامه افکارو له دیده پټ ترلاسه کړي' د عامه افکارو د تغذيي لپاره باید وخت ناوخته د افغانستان' عراق او سوریي د جګړې په څېر تاوده مسایل مخې ته کړي. دوی د رسنیو له لارې ددې موضوعاتو په مهم ښودلو سره نړیوال عامه افکار دومره بوختوي' چې پر نورو مهمو مسایلو د فکر کولو وخت هم نه لري.
3. په انتخاباتي سیالیو کې د رایو ترلاسه کول: د امریکا یا ناټو غړو هیوادونو ولسمشریزو ټاکنو کې له 2001 کال راهیسې د هر کاندید لپاره د افغانستان جګړه یوه مهمه موضوع ده. ان تر دې چې همدا مسله د کاندیدانو برخلیک ټاکونکې شي او له خلکو رایې اخلي.
په امریکا کې جمهوریت غوښتونکي د جګړې په اړه یو دریځ اعلانوي او دیموکراتان بل' او دا د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو یوه اساسي موضوع ټاکي چې له خلکو رایه واخلي.
4. د جنګ له اوره خپل قلمرو ساتل: د نړۍ د تاریخ یو مهم باب دا دی' چې د هر ځواکمن دولت په مقابل کې بل ځواکمن راپاڅیدلی او سره ښکر په ښکر شوي. همدې اصل ته په کتلو دا حالت لا هم دوام لري' خو په دې توپير چې اوس ځواکمنو دولتونو او سیالانو یي د سیالۍ میدان له خپلو پولو بهر د افغانستان په څېر نور هیوادونه ټاکلي او خپلمنځي رقابتونه او جنګونه دلته او هلته سره پالي. دوی له لویه سره د مربوطه سیمې د وګړو په تجهیزولو سره په ارزانه او اسانه بڼه خپل رقابت کوي.
5. د دریمې نړیوالې جګړې مخنیوی: یقیني ده چې په اوسني اټومي عصر کې بله نړیواله جګړه د نړۍ د بربادۍ او بې سارې ویجاړۍ سبب ګرځي. اټکل دا کیږي چې ددې جګړې اور به د هر انسان تر لمنې رسیږي او هیڅ پرمختللی او وروسته پاتې ولس او هیواد به ترې په امن کې نه وي. د نړۍ اوسني سیال دولتونه همدې اټکل او هر یو ځان ته متوجه داسې لوی تاوان ته په کتلو دا غوره ګڼي' چې خپلمنځي رقابتونه په یوه محدوده کچه او محدوده سیمه کې مخې ته یوسي.
اوس که پوښتنه دا وشي چې د ملي ګټو پر سر دا متقابل' خو د جګړې ددوام موافق دولتونه د جنګ جاري ساتلو کومه فورموله کاروي' چې له لسیزو راهیسې روان دی او پای نه لري?
یوه پخوانۍ خو کارنده تګلاره' چې بېل یي کړه' ایل یي کړه( divide and rule). په ولسي کچه د عوامو ترمنځ مذهبي' قومي' ژبني او سمتي تعصب ته په دا شلو کلونو کې دومره کار وشو' چې بل هیڅ وخت نه وو شوی. ددې تعصب اور اوس تر کور کوره رسیدلی او حتی خلک په ښاري ژوند کې هم قومي او قبیلوي خویونه او فکرونه پالي.
بله دا چې د ناکامو او فاسدو حکومتونو په ایجاد سره ولس او حکومت یي همیشه په یو واټن کې وساتل. په دولتي اموراتو کې په مستقیمې او نامستقیمې لاسوهنې سره د ناقانونۍ' بې عدالتۍ او فساد کچه دومره پراخه کړه' چې له امله یي ولس له حکومت سره په تقابل' نه همکارۍ او حتی طالب کیدلو خواته مات شو.
اوس نو په داسې یوه حالت کې چې هم جنګ د یو چا په ګټه وي او هم یي د دوام نسبتا ارزانه او اسانه زمینه برابره وي' نو سولې ته به څنګه او ولې زړه ښه کوي.
که د سولې کلي ددوی په لاسونو کې وي' نو کله به هم د قفل خلاصیدو او د سولې فضا ته زموږ د ننوتلو ارمان پوره نه شي' خو که دا کلي مو ترې په یو خاص حکمت' تدبر او هوښیارۍ واخیسته' نو هر څه سمیږي. د سولې کلي هله ترلاسه کولای شو' چې له سیاستوالو مو نیولې تر عام سړي پورې هر یو د هر راز تعصب زهر له ذهنه وباسو' لویې ملي ګټې د کوچنیو ګټو ښکار نه کړو' او دا ومنو چې افغانستان مو شریک کور دی او په شریکه یې جوړو.