د امریکې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرامپ په ډېر قوت هڅه وکړه، چې افغانستان حداقل یوه نمایشي سولې ته ورسوي او په ټاکنو کې ترې اعظمي استفاده وکړي، خو د هغه فکر، د افغانستان د جګړې مغلقیت او غامضي هیڅ سمون نه لاره. د افغانستان جګړه دومره ساده نهده او نه په داسې اسانو لارو حلېدی شي.
بلکل دا جګړه بالاخره امریکې شروع کړې، خو په نړۍ کې تر ټولو سخت مدیریت د جاهلو وسلهوالو کنټرول دی.
د نړۍوال سیاست له رویه په نایبي/نیابتي یا ستوان جګړه کې( خپل د ګټو جګړه په نورو هېوادونو کې) دا چاره دومره دقت، لګښت، قرباني او نهایت هوښیارتوب ته ضرورت لري، چې هره خوا ښه مسلکي کنټرول نهشي، نو هدف يې بېرته معکوس استعمالېدی شي.
ټرامپ د یو اقتصادي لیدلوري لرونکی سړی دی او د سیاست په الف او با نهدی خبر.
هغه چې فکر وکړ، په میاشت لا لرې هره ورځ څو میلیونه ډالره د افغانستان پر جګړې مصرفیږي، نو سمدواره يې د لګښت پر ودرېدا ټینګار زیات شو.
هېڅ سیاسي تعامل ته يې پام و نهکړ او یو غېر مشروع وسلهوالې ډلې ته اتومات او نااګاهانه مشروعیت ورکړ، ابرقدرت او سوپر پاور هېواد له یوې کوچنۍ ټالبي ډلې سره د قطر په دوحه کې خبرو مېز ته کښېناست. طالب مهم شو، سیاسي او پوځي مبارزې يې بیخي برجسته رنګ خپل کړ.
د افغانحکومت، ولس، جمهور رئیس، وسلهوال پوځ، خاورې او حېثیت قربانۍ يې هېڅ ته برابر کړ.
حکومت په سیاسي او حیثیتي برخه کې ډېر ښکته او حتا د خبرو او مذاکراتو نه يې د ملاتړ لارې هم هیرې کړې.
خو لنډه به يې کړم، خبرې د امریکې او طالب ترمنځ پېل شوې، د یو څو ورځو لانجو او مطبوعاتي اخوډب وروسته بلکل سره سلا شول.
امریکې د دغه سند په لاسلیکولو سره تاریخي تېروتنه وکړه.
د جګړې شدت او د طالبانو قوت د همدې سند علت دی.
امریکې د خلیلزاد پهنوم د خپل ځانګړي استازي په مټ کوښښ وکړ، چې افغانحکومت له ټالب سره سولې ته مات کړي، خو د ولسمشر غني هغه وخت مقاومت د دوی هرڅه له ځنډ سره مخ کړ.
دوی غوښته، چې هرڅه طالب ته ور تسلیم کړي، خو نظام به په عمومي ډول دوی له لرې کنټرولوي.
داسې ونهشول، امریکې اخطارونه زیات کړل، د جګړې د شدت اوازې يې د خلیلزاد په خوله زمزمه کېدې.
مقاومت، مقاومت، مقاومت بالاخره هغه حکومت پای ته ورسېد، چې د ډاکټر عبدالله ملاتړکوونکی او د جمهور رئیس غني جدي مخالف و.
هغه وخت د غني خبرې ځکه دومره وزن نهدرلود، چې په مستقیمه توګه يې د بایدن له ګونده ملاتړ کړی و، مرستې ور رسولې وې او ټاکنې يې هم وبایلود.
اوس د غني خبرې سیاسي وزن لري، ځکه يې ملاتړکوونکی ګوند امریکې کې قدرت ته رسېدلی.
نو طالب دې پوه شي، چې هرڅه به د هغوي په خوښه ځکه مخکې نهځي، چې نه هلته ټرامپ دی او نه يې دلته سیاسي ملاتړکوونکي.
پر اصلې موضوع که فوکس زیات کړو، نو امریکې له طالب سره قوي سند لاسلیک او نړۍ يې ننداره وکړه.
نو د ټرامپ ټولې قضيې یوې خواته کېدلی شوای، خو امریکې د خپل حېثیت او په نړۍ کې د تعهداتو د پابندۍ د اعتبار له مخې په هوښیارانه، مجبورانه او عاقلانه ډول د افغانستان سولې ته ملا تړلې. اوسنی بایدن یو سیاسي، پوه او کارکُشته انسان دی، دی پوهيږي، چې د نړۍ ډېرو زیاتو هېوادونو سره د امریکې تعهدات شوي، نو د ایران اتومي تعهد " برجام" يې هم د ټرمپ له لاسه اعتبار ځړوند حالت ته راوړ.
کنه د جوبایدن ګوند په هېڅ صورت د ټرامپ پر تګلارو او پلانونو کار نهکوي.
خبره د نړۍوالو اړیکو او امریکې د حېثیت پر سرې لیکې ده.
زموږ سوله د امریکې په حیثیتي اعتبار تمامه شوې، نو په همدې دلیل وایم، چې "سوله" کېدونکې ده او دا به په قوت مخکې ځي.
د جګړې شدت او د ولایتونو او ولسوالیو نیول له پخوا سره همدومره توپير لري، چې اوسنی نیول او بېرته را نیول د سولې برخه ده. که دغه جمله لږه ګُنګه تمامه شوه، نو لاندې جزیاتو کې به واضح شي، چې ولې.
که څه هم قربانۍ، قتلونه، ویجاړۍ کېږي، خو د جګړې شدت د مذاکراتو برخه ده.
د دغې جملې درک به لږ سخت وي، خو چې واضح يې کړم، نو افغانحکومت د خلیلزاد له خبرو او هرڅه اګاه دی او د له طالب سره د امریکې له پټو خبرو هم پوهېدلی، خو ملت ته يې ځکه نهشي ویلی، چې هرڅه د ویلو او برملاکولو لهپاره نهوي.
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب لهخولې ځينې وخت حقایق راوځي، خو لږ ژور دید غواړي.
جګړه او خبرې اترې د افغانسولې د مذاکراتو برجسته برخې دي.
د دواړو نتایج به د راتلونکي حکومت او تشکیل زاويې ټاکي.
د جګړې شدت مدیریتي دی، ځکه د څو پړاو مذاکراتو وروسته هېڅ لوری پهدې قانع نهشو، چې یو بل ومني، انعطاف وښيي، نو طالب او حکومت مېدان ته پرېښودل شوی، چې په یوازې تنه يې یو بل سره معلوم کړي او ضعیف به پهخپله د انعطاف ټپاوټ وکړي.
نړۍوال په ځانګړي ډول، چين، روسیه او ایران د طالب د حکومت پلوي نه، بلکې د امریکې شکست او د خپلې ږيرې لاندې نه يې باسل غواړي.
دلته خبره سره ګډوډ نهشي، حالاتو تغیر کړی، نوې زاویه او د سیاست برخه دا ده، چې امریکا د افغانستان د سولې بریالی پای غواړي، خو د جګړې شدت او مذاکرات يې اپشنونه دي.
دا د طالب د تقويې هدف هم را رسوي او د حکومت د پیاوړي کولو مرام هم.
خو د جګړې په شدت کې د چین رول له روسیې هم برجسته دی.
طالب د جګړې په برخه کې هم د امریکې او هم د روسيې لهخوا ښه په پراخه توګه اکمالېږي، که هغه سیاسي وي یا اقتصادي.
اوسنی چین او کمونسټ ګوند په هېڅ وجه د امریکې د پوځي حضور د منلو حوصله نهلري.
د طالب پر جګړې د میاشتې میلیارډونه ډالر لګېږي دا د پاکستان له وسې هېڅ پوره نهدی.
پاکستان يې د پېسو په راټولو او خپل کمېشن په اخیستلو کې عمده رول لوبولی دی.
اوسمهال د پاکستان اقتصادي حالت بیخي په ژړا او فریادونو دا خبرې کوي، چې د افغانستان د جګړې پېسې دوی نهشي برابرولی، نه يې پوځ کې دومره توان شته او نه يې ظرفیت لري.
پېسې به د چین، روسيې او نورو هېوادونو ټولوي، امکانات، انساني تولید او روزنې برخه د دوی پرغاړه ده.
دا برخې باید جلا کړو سره.
د چین او امریکې اوسنی شدید اختلافات په هېڅ وجه په افغانستان کې د جګړې ماشه نهشی سستولی.
د هغوي استعماري سیاست او اقتصادي جګړې ته که لاړ شم خبره بلې ته ځي، خو بېربطه نهده.
بل طرف کله چې امریکې جمهور ریئس جوبایدن قدرت ته ورسېد، نو ولسمشر غني د سیاست کړکی پرلیکه راغی. اوس د افغانستان د حکومت پریکړه هم پوځي او هم سیاسي قوت لري.
که مو پام کړی وي، ولسمشر غني اوسنی سفر د سولې او مذاکراتو لهپاره هېڅ برجسته ټکی نه درلود.
ولې؟!
مخکې مې وویل، چې دوی په هرڅه پوه دي د امریکې پر خبرو، د سند پر جزیاتو، حېثیت او روان وضعیت، نو ځکه يې د سولې پرځای د مرستې، هوايي ځواک د تقويې او د پردې ترشا ځينو خبرو ته زور ورکړ.
هغه چې پاکستاني پوځ يې حتا ځانګړو جلسو راټولو ته مجبور کړی دی.
و مې ویل، چې پاکستان د افغانستان د جګړي انساني روزنې، تولید او مصوونیت برخه پر غاړه لري اقتصادي برخه کې ډيره فیصدي د چین ده حتا له نیمايي هم زیاته.
خو بالاخره فشار پر دغه هېواد بیا هم د افغانستان د جګړې کمښت او سولې راوستلو کې اهم کردار لوبولی شي.
ځکه په ټوله سیمه کې د امریکې پر ضد داسې انساني قوت نهشته، چې چین یا روسیه يې استعمال کړي او نه پېدا کېږي.
خو پاکستان دا ظرفیت، فابریکه او ښه پراخه جاهله ډله لري.
د دغې ډلې مدیریت د امریکې د ضعف له امله د چین لاس ته غورځېدلی.
جمهور رئیس غني، چې امریکې ته لاړ پر پاکستان فشار لا زیات شوی او د مجبورۍ له امله يې پوځي او د افغانستان په باب يې مهمې ناستې شروع شوي. نوي جزیات دا ښيي، چې د پاکستان لوی درستیز، د استخباراتو رئیس او نور سیاسي مشران يې د افغانستان د وضعیت په اړه ناسته کړې.
خردمندانه او مضبوط فکر دا دی، چې که جګړه د مذاکراتو برخه نهوي، ولې مذاکرات په دوحه کې په ټپه درېدلي او د پخوا په پرتله جګړې بیخي زور کړی؟
نو د داخلي جګړو د راتلو ویره، سقوط، د ځينو مطرحو رسنیو لهخوا د حکومت پر ضد تبلیغات دا هرڅه ښيي، چې طالب له امریکې څه غوښتي او سند کې به د دوی لهپاره په لابي کې به نور څه راغلي وي.
جګړه به شدت پېدا کړي، د طالب خوا به درنه وښودل شي، د سقوط او نیولو اوازې به ګرمې شي، موږ به قربانۍ ورکړو، ځوانۍ بهخاورې شي، خو د حکومت مقاومت موږ ته ښه زیری راکوي.
هغه دا چې په سیاست پوه دي، د مذاکراتو عمق او د جګړې اصلي علل يې پېدا کړي.
حکومت ړوند مخکي نهځي، که جګړه د طالب لهپاره لابي وي، نو مقاومت ته يې امریکې ته سفر وکړ او څو میلیارډه ډالره يې ترې واخیست، خو بل طرف يې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د وسلو اخیستلو په نیت روسيې ته لېږلی.
د مذاکراتو پر مهال د جګړې لهپاره ښکاره سفرونه زړه غواړي.
نو د چانهزنۍ په مراحلو کې یو، که هغه عقل وي، ژبه وي او که نظامي قوت موږ به يې مبارزه کوو.
ما مخکې هم ویلي، چې د سولې مذاکراتو اصلي پړاو بینالافغاني مذاکرات دي او دا به نهایت سخته او لانجمنه برخه وي، چې همداسې وشوه.
نتیجه:
جګړه بهوي، شدت به یې زیات او کم شي، خو دلته ملت شته، ځوانان شته، هندوکش لا هم مستحکم ولاړ دی، د امو سیند تازه موجونه وهي، سپین غر د غرو په څوکو کې د بازانو اوچت پروازونه، سلما او کمالخان بندونه موږ ته د بریالیتوب زیری راکوي.
ملتونه هغه وخت ماتيږي، چې ځوانان يې د جهالت پلوي ته مېلان وکړي.
په جپو، جپو ځوانان ګورم، چې حتا د حکومت هم نه، بلکې د افغانستان د بقا او ښې راتلونکې لهپاره لکه بابا غر داسې ټینګ ولاړ دي.
سیاستونه به تېر شي، حکومتونه به بدل شي، خو ملت او افکار به يې جاویدان وي.
موږ د مذاکراتو او خبرو اترو په اصلي ځای کې ولاړ یو، دا هرڅه د مذاکراتو برخه ده.
وروستیو سفرونو، خبرو، دریځونو... او د پاکستان اوسنی حالت دا ښي، چې:
حالات ګُنګ نهدي، د مذاکراتو هغې برخه کې یو، چې د ملت لهپاره يې درک سخت دی.
یعنی جګړه څنګه د مذاکراتو برخه کېدی شي؟
خو اوس به واضح شوی وي، چې هرڅه د سولې په خبرو اترو کې شاملېږي.
نه پهشا کېږو او همت نه بایلو.
هغه پوځ چې جګړه يې د تفریح برخه وي، نو ماتول يې ناشونی دی.
که هر قوت د ټوپک په زور راشي، نو د دغه ملت او نوي نَسل د ظرفیت او عقلي مقاومَت په بحر کې به ډوب شي.
موږ نه ماتېږو.