طالبان وایي، یو پلاوی یې ایران ته تللی، ترڅو د روان وضعیت په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم ویلي، چې د یاد پلاوي مشري شېر محمد عباس ستانکزی کوي او په تهران کې به له ایراني چارواکو سره د نورو مسایلو ترڅنګ د سولې او روان وضعیت په اړه هم خبرې اترې وکړي.
نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې نن به له ځینو افغاني لورو سره هم پر افغان سوله خبرې وشي او پر دې به بحثونه کېږي، چې څنګه روانه ستونزه د خبرو له لارې ختمه شي.
باید وویل شي، چې طالب پلاوی په داسې مهال ایران ته سفر کوي، چې په افغانستان کې جګړې شدیدې شوې، چې یادو جکړو دافغانانو ترڅنګ ګاونډي هېوادونه هم اندېښمن کړي.