ایا راشد خان د خپلې لوبډلې لپاره یو ښه لوبډلمشر ثابیتدلی شي؟

ایا راشد خان د خپلې لوبډلې لپاره یو ښه لوبډلمشر ثابیتدلی شي؟


  • 3 کاله دمخه (07/07/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1447

تېره ورځ د چنګاښ پنځلمسه د افغانستان کرکټ بورډ له خوا راشد خان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر او نجیب ځدراڼ یې مرستیال لوبډلمشر وټاکل شو.

دده له ټاکل کېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې زیاتو خلکو خوښي څرګنده کړه او یادونه یې وکړه، چې دده نړیوال کرکټ ته په کتو به ښه ثابت شي.

خو اوس پوښتنه دا ده، چې دی به ښه لوبډلمشري وکولای شي او کنه؟

د کرکټ د برخې تکړه مبصر جعفر هاند د راشد د لوبډلمشر کېدو په اړه په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي((شک نشته چې د راشد خان په کپتانۍ کې به د افغانستان ملي لوبډله نوره هم منظمه، پیاوړې او قوي شي. راشد خان د یووېشتمې پېړۍ د دویمې لسیزې غوره لوبغاړی دی. د نړۍ هېڅ ډول تجارتي لیګ نشته چې هغه په کې لوبېدلی نه وي. د ګینیز د ریکاډونو په کتاب کې یې نوم ثبت دی. په تجارتي لیګونو کې د راشد خان لوبډلې د راشد خان له نوم او شهرت څخه ډېره استفاده کوي او زیات تجارتي اعلانونه پرې ترلاسه کوي.))

نو د هاند همدې خبرو ته په کتو خوښ دی، چې راشد خان لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

بل پلو تکړه مبصر واصف الله عثماني بیا د راشد لوبډلمشر کېدل په درې نقطو کې ښه نه ګڼي.

۱ـ راشد په کرکټ بورډ کې د حاکمې مافیا ( اصغر افغان ډلې) غړی وه او شاید د هماغه تر اثر لاندې وي او ځوانو لوبغاړو ته تر ډېره موقع ورنه کړي.

۲ـ راشد لا له وړاندې له کپتانۍ انکار کړی وه او ویلي یې ول، چې لوبډلمشري دده په پرفارمنس باندې اغیز کوي او ښه لوبه نشي کولای.

۳ـ راشد زیات وخت په نړیوالو لیګونو کې مصروفه وي او نشي کولای، چې د لوبډلې له لوبغاړو سره زیات وخت پاتې شي او د هغوی کاردکرده ګي وګوري تر څو لوبډله کې ځای ورکړي؛ ځکه د لوبډلې د انتخاب په وخت لوبډلمشر لوبغاړي خوښولی شي.

خو دا چې اوس راشد خان د ملي لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی؛ نو څو نقاطو ته باید فکر وکړي.

۱ـ لوبډله کې ډل بازۍ ختمې کړي.

۲ـ د لوبغاړو تر منځ همغږي لا پیاوړې کړي.

۳ـ د لوبو د ګټلو لپاره په ګډه کار وکړي.

۴ـ د لوبغاړو حق باید په سم ډول ادا کړي.

لیکنه: حضرت علي میاخېل