مطلق بن ماجد: له افغان حکومت سره خپلې مرستې دوامداره ساتو

مطلق بن ماجد: له افغان حکومت سره خپلې مرستې دوامداره ساتو


  • 3 کاله دمخه (07/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1239

افغانستان دوست هېواد دی او قطر به ورسره په هر ډول حالاتو کې خپلې مرستې او اړیکې دوامداره وساتي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر مطلق بن ماجد له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې د افغانستان پر روان وضیعت خبرې کړې او ټینګار یې کړی، له افغان حکومت سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

یاده لیدنه کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم د افغان سولې پروسه کې د قطر هڅې ستایلې او زیاته کړې یې ده، چې یاد هېواد کولای شي پر طالبانو له خپل نفوذ څخه په استفادې د افغان سولې پروسه کې رغنده رول ولوبوي.

دواړه لوري په داسې حال کې لیدنه ترسره کوي، چې همدا نن د عباس ستانکزي په مشري د طالبانو یوه ډله د قطر پلازمېنې دوحې څخه ایران ته تللې او هلته به له ایراني چارواکو سره خبرې اترې ولري.

بل لور ته بیا له اوږدې مودې راهیسي دوحه کې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي او هیڅ پرمختګ په کې نه لیدل کيږي.