لغمان کې د عملیاتو دوام؛ افغان ځواکونو ۷۹ طالبان وژلي

لغمان کې د عملیاتو دوام؛ افغان ځواکونو ۷۹ طالبان وژلي


  • 3 کاله دمخه (07/07/2021)
  • کامران احمدزي
  • 1542

افغان ځواکونو د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د شمرام، اسلام اباد، صاحبان، بادرو، ګړنج اونجیل سیمو کې پر طالبانو عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې۱۱۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د لغمان امنیه قومنداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یادو عملیاتو کې د طالبانو د مهمو غړو په شمول ۷۹ تنه وژل شوي او ۳۱ نور سخت ټپیان دي.

د سرچینې په خبره اوس مهال هم په الیشنګ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عملیات دوام لري، چې ډېرو سیمو کې یې پرمختګ هم کړی او طالبان یې تېښتې ته اړ کړي.

باید یاده شي، چې تېر ماښام هم په الیشنګ ولسوالۍ کې پر طالبنو هوايي برید شوی و، چې د لغمان ولایت لپاره د طالبانو د والي په شمول په کې ګڼ شمېر طالبان ټپیان او ځینې یې وژل شوي وو.

لاهم طالبانو لغمان کې د پیل شویو عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.