د امریکا ولسمشر نن د افغانستان په هکله مهمه وینا کوي

د امریکا ولسمشر نن د افغانستان په هکله مهمه وینا کوي


  • 3 کاله دمخه (08/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1186

د امریکا ولسمشر جوبایډن نن د افغانستان په اړه د امریکا د پلان او تګلارې له‌مخې، د دې هېواد د ملي امنیت له ټیم او امنیتي سلاکارانو سره د افغانستان پر حالاتو له ناستې وروسته د ځواکونو د ایستلو په څپرکي مهمه وینا کوي.  

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي رييسې جین ساکي تېره ورځ ناوخته مهال خبریالانو ته ویلي، چې ولسمشر بایډن به له خپلو امنیتي سلاکارانو او د ملي امنیت له ډلې سره ګوري او همداراز به له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په بهیر مهمې خبرې اترې ولري. 

نوموړې زیاته کړې، چې تر ډېره به د دې تګلارې تمرکز له افغان حکومت سره پر مرستو، له افغان ځواکونو او ملکیانو سره د بشري مرستې او د افغانستان د روان امنیتي وضعیت په هکله خبرې اترې وي. 

بایډن په خپله هم په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي،  چې د پنجشنبې په ورځ به له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه خبرې وکړي. 

د یادونې ده، د امریکا ولسمشر جوبایډن تر دې وړاندې هم ویلي وو چې له افغانستان به خپل ټول سرتېري وباسي خو له دغه هېواد سره به د افغان ځواکونو د تمویل او تجهیز او بېلابېلو نورو انساني برخو کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.