امریکا: هغو افغان مېرمنو ته وېزې ورکوو، چې ژوند یې په ګواښ کې وي

امریکا: هغو افغان مېرمنو ته وېزې ورکوو، چې ژوند یې په ګواښ کې وي


  • 3 کاله دمخه (08/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1184

رویټرز خبري اژانس د یوه امریکایي چارواکي له قوله لیکلي، چې  امریکا غواړي هغو افغان مېرمنو ته ویزې ورکړي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یې ښایي ژوند له ګواښ سره مخامخ‌شي. 

دغه چارواکي ویلي، د جوبایډن اداره زیان لیدونکو افغانانو ته د وېزو په ورکولو غور کوي، چې دې ډله کې سیاستوالې، خبریالانې او فعالانې هم شاملې دي. 

له دې وړاندې د بشري حقونو بنسټونو له سپینې ماڼۍ غوښتي، چې فعالو افغان مېرمنو ته لږ تر لږه دوه زره ځانګړې ویزې صادرې کړي.

سپینې ماڼۍ تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو ټاکل شوې نن د امریکا ولسمشر جوبایډن د امریکا د پلان او تګلارې له‌مخې، د دې هېواد د ملي امنیت له ټیم او امنیتي سلاکارانو سره له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په څپرکي وینا وکړي.

د سپینې ماڼۍ د معلوماتو پر بنسټ، چې نوموړی به تر ډېره د دې تګلارې تمرکز له افغان حکومت سره پر مرستو، له افغان ځواکونو او ملکیانو سره د بشري مرستې او د افغانستان د روان امنیتي وضعیت په هکله خبرې اترې وکړي.