افغان ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د کندهار ولايت سپین بولدک او ژیړۍ ولسوالیو کې طالبان په نښه کړي، چې په پایله کې یې ۱۷ طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.
د ملي دفاع وزارت وایي، چې په یادو بریدونو کې د طالبانو ۳ پټنځایونه یوه اندازه وسلې، مهمات او چاودیدونکي توکي هم له منځه وړل شوي دي.
باید وویل شي، چې طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.