روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا یو زر او ۱۹۱ مثبتې پېښې ثبت شوې او ۷۷ کسان یې له امله مړه شوي دي.
د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په ټول افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر یو لک ۳۲ زره او ۱۷۷ ته پورته شوی دی.
د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه په هېواد کې د کرونا له امله ۵ زره او ۶۳۸ کسان مړه شوي دي.
روغتیا وزارت یو ځل بیا په هېوادوالو غږ کړی، چې روغتیایي سپارښتنې عملي کړي تر څو له دې وژونکې ناروغۍ څخه وساتل شي.