افغان ځواکونو په یو لړ چاڼیزو او هوایي عملیاتو کې د جوزجان ولایت مرکز اړوند د افغان تپه، چهارجفت او شکرک په سیموکې طالبان په نښه کړي، چې په پایله کې یې د ملا عبید، د مهمو قوماندانو او څو نورو پاکستاني افرادو په ګډون ۴۵ طالبان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي او همدا رنګه یادو ځواکونو د ولسي پاڅونکونکو په ملاتړ د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ په «هوش» او «قم کوتل» کليو کې پر طالبانو چاڼیز عملیات تر سره کړي، چې په پایله کې ۱۱ طالبان وژل شوي او ۲۳ تنه نور نیول شوي هم دي.