قریشي: افغانستان کې باید واک وویشل شي؛ محسن داوړ: ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر یې

قریشي: افغانستان کې باید واک وویشل شي؛ محسن داوړ: ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر یې


  • 3 کاله دمخه (10/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1774

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سنا مجلس بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي، چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې مخنیوي لپاره باید په دې هېواد کې واک ووېشل شي.

نوموړي همداراز زیاته کړې، چې هېواد یې د افغانستان لپاره د واک وېشلو طرحه وړاندې کوي.

شاه محمود قریشي تر دې وړاندې یو وار بیا طالبانو ته شاباسی ورکړی‌ او ویلي یې و، چې دوی په لباس ساده؛ خو نور ذهین خلک دي.

د عوامي نیشنل ګوند مشر ایمل ولي خان شاه محمود قریشي ته په غبرګون کې په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر هغه چاته ډېر ذهین او وړ خلک وایي، چا چې د افغانستان د درېیو نسلونو راتلوونکی په وینو لړلی دی.

هغه همداشان ویلي، چې پاکستان د افغانستان لپاره د هوښیارتیا دا کچه مقرر کړې ده او زیاته کړې یې ده، چې هغه افغانان زمونږ پر وړاندې ډېر هوښیار او تکړه خلک دي، چې د خپل قام سره ولاړ دي.

په همدې حال کې بیا د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ سیاستوال محسن داوړ هم د قریشي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې «زه له ډېرې مودې راهیسې وایم چې زموږ د بهرنیو چارو وزیر د خپل هېواد لږ خو ‌‌د طالبانو ډېر وزیر ښکاري، هغه ډله چې له ترهګرۍ او بربادۍ پرته بل څه نه لري. شاه محمود قریشي د هغو ډلو هرکلی کوي چې زموږ د پېژندنې او تاریخ ورکولو ته یې مټې رانغښتي، خو برعکس د نوموړي له خولې مو هیڅ کله د افغانستان د منتخب دولت په هکله مثبته خبره نه ده اورېدلې.»

د قریشي دا څرګندونې داسې مهال دي، چې تېره اوونۍ د پاکستان کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد اعتراف کړی او ویلي یې دي، چې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي او وخت ناوخت له افغانستانه خپل مړي او ټپیان هم پاکستان ته ور وړي.