لکونه حياتي مسلې او بې سوژې افغان فلم !

لکونه حياتي مسلې او بې سوژې افغان فلم !


  • 3 کاله دمخه (10/07/2021)
  • محب الرحمن مالیار
  • 1444

نوره نړۍ خپل سياستونه ، اختراعات،صنعت ، توليد او ټکنالوژۍ دسينما له هندارې نړۍ  ته ښيي چې اصلآ دا چاره يو رواني مانور دى ، نور هيوادونه د خپل د رعب او ويرې تر سيوري لاندې واقع کوي .

تاسو د هاليوډ ، باليوډ ، دچين سينما فلمونه ليدلى شٸ چې امريکا د خپل توليدي وسلې ،جنګي بيړۍ ، ډول ډول الوتکې د سينما په سکرين نندارې ته وړاندې کوي ، دخپلو ستراتيژيکو ملګرو سره د مينې ښودلو لپاره د هغوى سره دګډو ګټو د لا تامين لپاره فلمونو کې هم خواخوږي ښيي .

سلګونه ليکوالان ورته کيسې او حکايتونه ليکي ، زرګونه ليکوالان ورته ناولونه ليکي له همدې ناولونو پرمختللي هيوادونه د فلم په توليد کې استفاده کوي ، سينما يې د فرهنګي يرغلونو په وړاندې يو سنګر جوړ کړى او هم يې دخپل د سياستونو اساسي کرښې ښودلو زريعه کړې هم يې د شعورونو د بيدارۍ يو مکتب ګڼلى او هم يې دخپل د هيواد د شهرت لپاره ترې کارنده ګټنه کړې هم يې ملياردونه ډالر عايد ترلاسه کړى.

دهندوستان څومره بوديجه چې نظامي برخې ته ځانګړې کيږي سم او نيمايي او يا هم تر دې زياته بوديجه دخپل دفلم د ملاتړ لپاره تخصيصوي .

زمونږ افغان فلم او تصويري رسنۍ د پرديو کلتورونو د ترويج لپاره کار کوي ، يا خو د سوژو له فقدان سره مخ دي يا يې حکومت ملاتړ نکوي.

مونږ د ازادۍ د لارې ګڼ مبارزين لرو مونږ مرزا علي خان ايپي فقير ، پير روښان ، پاچا خان ، وزير اکبر خان ،وزير فتح خان ، امين الله خان ، شاه امان الله خان ، غازي محمدجان خان ،ميربچه خان ، ملا دين محمد اندړ ، غازي ايوب خان ، د ميوندونـو ملاله او نور داسې حماسه سازان لرو چې د ازادۍ پر آسمان به د تل لپاره ددوى د وينو او خولو قرباني ځليږي مګر افغان فلم ، اطلاعاتو کلتور وزارت ، د ارګ فرهنګي سلاکاران ټول ددې لويو ارزښتونـو په وړاندې چوپ او خاموش دي .

افغان فلم بايد د تقليد ابتکار ونه لري بلکې د توليد وياړ ولري ، توليد يې هم بايد د وطن د ارزښتونـو او وياړلو تاريخونو د ځلولو لپاره وي .

افغانستان يو کلتوري هيواد دى ددې وطن د مزاج سره سم بايد قدم واخيستل شي د غربي سريالونو ، د ترکيې او ايراند مزخرفو،مبتذل او لغړو سريالونو په ځاى بايد د شعور د بيدارۍ ، د افغانستان د تاريخ او مشاهيرو د ځلولو لپاره کار وشي ، يو خو به زمونږ نسل خپل وياړونه وپيژني بل به مونږ د فرهنګي يرغلونو مخه نيولي وي اوس هم زمونږ ليکوالان خپلې هڅې کوي په دې هيله چې ددوى د کيسه ايزو کتابونـو او نالونو څخه فلمونه توليد شي تاسو پوهيږٸ چې د نيکه ناول ، د جوجو ناول ، او د بغدادي پير ناول د نصير احمد احمدي هغه ناولونه دي چې د نړۍ نورو ژبو ته هم ژباړل شوي د افغانستان د دسيسو ښکار کرکترونه او تراژيدۍ لري ، دافغانستان د انحطاط او زوال د لاملونو فلسفې په کې رانغاړل شوي ، د نيکه ناول کې ميرويس نيکه دوه امپراطورۍ ماتوي چې يو يې ايراني صفوي او بل يې هندي مغولي نيواک و ختموي د خپلواکه هيواد بنسټ ږدي ،قومونه او قبيلې په ځان راټولوي .

نو افغان فلم بايد دحکومت له بوديجې تمويل ، سلګونه ليکوالان بايد پرې ،کار وکړي د کلتور وزارت بايد د افغان فلم لپاره خط مش او پاليسي وټاکي ترڅو زمونږ اسلامي او غرور حفظ شي .